په اسلامی ایران کې انتخابات پخپل برخلیک کې دولس دګډون یوه نمونه ده
زمونږخبریال راپورراکړ په وروستیو انتخاباتو کې دایران دولس په پراخ ګډون پسې دایران درهبرۍ دخبرګانو شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره دایران د انتخاباتو دڅارونکو ،ترسره کونکو او ولس په قدرونې سره ویلی دی ، دمئ نولسمه نیټه دایران دملت لپاره د امتحان یو بل ډګر ؤ چې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود غږ ته ئې په لبیک وئیلو سره په ډګر کې ځیر او هوښیار شتون پیدا کړ او له څلورو لسیزو وروسته ئې یو ځل بیا دنړۍ سیاستوال او شناندی حیرانه کړل .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، دولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د ولس ولولناک اوپرتمین شتون یو ځل بیا دایران دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ؤ چې پخپل ځیر اوهوښیار شتون سره ئې دایران داسلامی جمهوری نظام اوملت په دفاع کې د ارواښاد امام او معظم لارښود له آئیډیاؤ څخه ملاتړ نندارې ته وړاندې کړ .
درهبرۍ دخبرګانو شورا په دغې اعلامیې کې دایران له ټاکل شوی ولسمشر حسن روحانی هم غوښتل شوی دی ، داساسی قانون او داسلامی انقلاب د معظم لارښود دلارښونو او داسلامی انقلاب دشهیدانو دوینې د درنښت په چوکاټ کې دې دولس د په حقه غوښتنو او داسلامی جمهوری نظام موخو دپوره کولو لپاره دې جدی ګامونه پورته کړی