دایران خلکو په انتخاباتو کښې خپله پوهه وښودله .
May 23, 2017 05:40 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر د حقوقی چارو مرستیال مجید انصاری په دې خبرې ټینګار سره چې ملت دتیرې جمعې ورځې په انتخاباتو کښې خپل سیاسی بلوغ نندارې ته وړاندې کړ وویل دایران خلکو په دغو انتخاباتو کښې خپله پوهه او راتلونکی ته هیله ددنیا خلکو ته وروښودله .
هغه په دې خبرې سره چې دایران ملت په دغو انتخاباتو کښې بریالی شوی دی وویل تیره جمعه (Friday) د ایران دملت د کوټلتیا ، پیوستون او د وحدت ورځ وه چې دډیموکراسۍ ادعا کونکو هیوادونو او دغه راز دمینځنی ختیځ عربو هیوادونو ته ددینی ولسواکۍ او ډیموکراسۍ درس ورکړی .