قاسمی: سیمه د یو هېواد په خلاف ائتلاف جوړولو ته ضرورت نه لری
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په سیمه کښې صلح او ثبات د ټولو هېوادونو ملګرتیا ته ضرورت لری او د یو هېواد په خلاف ائتلاف جوړولو ته اړتیا نه لری.
بهرام قاسمی نن له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د خپلواکۍله ساتنې او د خپل مقام د ترقۍ او ودې لپاره د ضروری زمینو په رامنځته کولو سره سیمې ته یو مثبت نظر لری چې له صلحې او ثبات سره مرسته وکړی.
قاسمی زیاته کړه له ترکیې یا آذربائیجان سره د ایران ښه تعلقات د یو هېواد په خلاف نه دی او د نظر اختلاف او غلط فهمۍ د چلندونو په بدلون سره هوارېدې شی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سوریې په شمال کښې د ترکیې د فوځی عملیاتو په اړه وویل: ایران، روسیه او ترکیه د ټولې سیمې د مصلحت او ګډو ګټو په بنیاد سلا مشورې لری او ګډ اقدامات ترسره کوی.
بهرام قاسمی همدارنګ تهران ته د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوی د سفر په اړه وویل: دغه سفر د دواړو هېوادونو د سلامشورو په چوکاټ کښې و او د سیمې د وروستیو بدلونونو او له بحران څخه د مینځنی ختیځ د وتلو د لارو چارو په باره کښې خبرې اترې وشوې.