روان کال د ایران دحاجیانو حالت ښه دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران دحاجیانو سرپرست او د ولی فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین سید علی قاضی عسکر مکې مکرمې ته د ورتلو په وخت خبریالانو ته وویل
په روان کال حج کښې دایران د حاجیانو د عزت او د حرمت د رعایتولو په اړه د اسلامی انقلاب دستر لارښود ، دحکومت د چارواکو او د خلکو غوښتنه محققه شوی ده .
هغه وویل د تیر وخت په پرتله روان کال دایران په حاجیان کښې ښه ارامښت واکمن دی او زیاته یې کړه دنورو هیوادونو حاجیان د ایران دحاجیانو هرکلی کوی او دسعودی عربستان خلکو هم له ایرانیانو سره د تیر وخت په پرتله ښه چلند کړی او دایران د حاجیانو د شتون هرکلی یې کړی دی .
دایران دحج او زیارت په چارو کښې د ولی فقیه استازی قاضی عسکر وویل د وخت له کمښت سره سره د تیرو دوو(۲) کلونو په نسبت په روان کال حج کښې ښه امکانات برابر شوی دی .
هغه د مسجد الحرام او دمنا د غمیزو د شهیدانو د دوسیو دحقوقی حالت تعقیبولو ته په اشارې سره وویل هماغه ډول چې ددغو دوو(۲) پیښو د شهیدانو له کورنیو سره مو ژمنه کړی ده په هغو خبرو کښې چې په تیرو څو ورځو کښې مو کړی دی یو ستر چورلیز ددغو دوو(۲) پیښو د دوسیو په حقوقی حالت غور کول او د شهید شویو کسانو خپلوانو ته د ګرمې ورکول دی .
دایران له شپږ اتیا زره او پینځه سوه (۸۶۵۰۰)حاجیانو څخه تراوسه اویا(۷۰) فیصده یعنی شپیته زره(۶۰۰۰۰) زیارتوال مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ته رسیدلی دی .
دایران دحاجیانو اخری کاروان به د ذیقعدې دمیاشتې په نهویشتمه(۲۹) نیټه مدینې ته ورسیږی .