دایران دملت اتحاد دښمانان حیرانه کړی دی
(last modified Wed, 21 Mar 2018 00:28:04 GMT )
Mar 21, 2018 04:58 Asia/Kabul
  • حسن روحانی دایران ستر ملت او له هیواد دباندي ایرانیانو او دغه راز هغو ګاونډیو هیوادونو او قومونو ته چې نوروز لمانځي مبارکي وویله .
    حسن روحانی دایران ستر ملت او له هیواد دباندي ایرانیانو او دغه راز هغو ګاونډیو هیوادونو او قومونو ته چې نوروز لمانځي مبارکي وویله .

زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په یوه (۱)پیغام کښې ۱۳۹۶ هجری لمریز کال دایران د اسلامی جمهوریت دبدغواړو له هڅو او غوښتنې سره سره په بیلابیلو ډګرونو کښې دایران دملت د بریالیتوب کال وباله او ډاګینه یې کړه دایران دملت اتحاد ټولو دښمانان حیرانه کیدا ته مجبوره کړل او زمونږ دملت په لوړتوب یې اعتراف وکړ .

هغه بیګا د ایران په لویدیځ کښې د«کرمانشاه» د زلزله ځپلیو  خلکو په ټول کښې ډاګینه کړه دایران ستر ملت چې تل په سیمه  او دنیا کښې د  سولې او د ارامښت راپنځونکی دی په تیر هجری لمریز کال کښې د هڅاندو ډیپلوماټانو او  مخلصو سربازانو  او په خپلو پرله پسې هڅو سره وتوانید د عراق ، سوریې او دلبنان دملت په څنګ کښې دسیمې لپاره زیات امنیت او ثبات راولی .

هغه دایران ستر ملت ته په وینا کښې وویل هماغه ډول چې داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای وفرمائیل نوی کال به د ایرانیو شیانو دملاتړ  او دملی تولید او د کار روزګار د غوړیدا کال وی .

دایران ولسمشر حسن روحانی دایران ستر ملت او له هیواد دباندی ایرانیانو او دغه راز هغو ګاونډیو هیوادونو او قومونو ته چې نوروز لمانځی مبارکی وویله .

 

ټیګونه