نوروز دایران په کلتور کښې پراخ بنسټه دود دی
(last modified Wed, 21 Mar 2018 00:39:36 GMT )
Mar 21, 2018 05:09 Asia/Kabul
  • دنوروز اختر  دنړۍ په دولسو(۱۲) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل کیږي .
    دنوروز اختر دنړۍ په دولسو(۱۲) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی« غلامعلی خوشرو »پرون د« نوروز »د نړیوال جشن په دستورو کښې چې په نیویارک کښې دملګروملتونو په مرکز کښې دنورو دولسو(۱۲) هیوادونو په ګډون سره ترسره شو نوروز دایران په کلتور کښې ترټولو پایدار او پراخ بنسټه سنت او دود وباله او ویې ویل دغه کلتور تل له سولې او دوستۍ سره یوځاې دی .

هغه وویل په نوروز اختر کښې  دوستان او کورنۍ د یوه بل کتنې ته ورځی چې له تیر کال سره خدای په امانۍ وکړی او د راتلونکی کال لپاره د خوشبختۍ ارزو وکړی .

هغه د نوروز اختر تعلیماتو ته په اشارې سره وویل ژوند باید د پیسو  په جمع کولو  ، ظلم، اختلاف او  تفرقې سره تباه نکړو بلکې په مینې او محبت سره له نورو خلکو سره مرسته وکړو .

دنوروز اختر  دنړۍ په دولسو(۱۲) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل کیږی خو په نهو(۹) هیوادونو یعنی ایران ، افغانستان ، تاجیکستان ، اذربایجان جمهوریت ، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیزستان او البانیا کښې دنوروز په مناسبت رسمی  چټی وی .

 

ټیګونه