ایران په سیمه کښې دامریکا پلانونه شنډ کړی دی
(last modified Thu, 22 Mar 2018 00:28:18 GMT )
Mar 22, 2018 04:58 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه کښې دامنیت د ټینګیدا وس نلري او ښکاره بیلګه یې په افغانستان کښې دامریکا څوارلس(۱۴) کلن پوځي شتون دی  .
    امریکا په سیمه کښې دامنیت د ټینګیدا وس نلري او ښکاره بیلګه یې په افغانستان کښې دامریکا څوارلس(۱۴) کلن پوځي شتون دی .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر په مشهد سپیڅلی ښار کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم د خادمانو او د زیارتوالو سترې غونډې ته په وینا کښې وویل په تیر هجری لمریز (۱۳۹۶)کال کښې دایران اسلامی جمهوریت وتوانید په سیمه کښې دایران د ملت د عزت او د اقتدار بیرغ ورپوی او د تکفیریانو د ملا په ماتولو او د امنیت په ټینګولو کښې مهم رول ولوبوی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت په خپل دغه ستر اقدام سره په سیمه کښې دامریکا پلان شنډ کړ وفرمائیل همدا اوس نړیوال قدرتونه (ځواکمن هیوادونه ) چې تل د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوی په ایران اسلامی جمهوریت اعتراض کوی او وایی ایران ولې دسیمې په مسایلو کښې لاسوهنه کوی ؟ چې مونږ په ځواب کښې وایو دغه موضوع له تاسو سره هیڅ ارتباط نلری .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټینګار سره چې دسیمې په ځینو هیوادونو کښې دایران  داسلامی جمهوریت شتون  د ملتونو او دحکومتونو په غوښتنې سره دی وویل مونږ نه زور وینه وکړه او نه  مو دهیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه  او زیاته یې کړه ځینوهیوادونو له ایران څخه مرسته وغوښتله او مونږ ورسره مرسته وکړه او دغه مرسته مو د احساساتو له کبله نه بلکې په ډیرو عاقلانه محاسباتو او منطقی انګیزو سره وکړه .

هغه حضرت د سیمې لپاره دامریکا پلان ته په اشارې سره وویل امریکا کوشش کاوه د داعش په شان د ورانکارو او ظالمو ډلو په  جوړولو سره  د سیمې ملتونه په کورنی جنګ بوخت کړی او دهغوې فکر او ذهنونه له صهیونیسټ غاصب رژیم څخه بلې خوا ته واړوی خو مونږ د خدای پاک ج په مرستې سره وتوانیدو د واشنګټن دغه پلان شنډ کړو .

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دداعش  په ځپلو کښې  د امریکا د رول په اړه د واشنګټن ادعا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د امریکا دغه ادعا دروغ ده ځکه چې د واشنګټن سیاست داعش او هغې ته دنورو ورته ډلو ساتل دی البته په دې ډول چې دغه ډلې دامریکا په اختیار کښې ووسی .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه امریکا په سیمه کښې دامنیت د ټینګیدا وس نلری او ښکاره بیلګه یې په افغانستان کښې دامریکا څوارلس(۱۴) کلن پوځی شتون دی  او  دغه شتون نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ امنیت ډالۍ نکړ بلکې حالات یې نو هم پسې خراب کړی دی .

هغه حضرت  په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت توانیدلی دی په سیمه کښې امنیت ټینګ کړی وویل له دې وروسته به همدغه چاره ترسره شی او بې شکه امریکا به دسیمې په مسائلو کښې خپلو هدفونو ته ونه رسیږی او دایران اسلامی جمهوریت به د خدای پاک ج په مهربانۍ سره په  سیمه کښې خپل ټول هدفونه محقق کاندی .

 

ټیګونه