دامریکا مشکل داستکبارپه مقابل کې دایران دملت دریدا ده
د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د اسلامی انقلاب د ارواښآد لارښود حضرت امام خمینی په نوښت سره د قدس نړیواله ورځ نومول شوی ده څو د درستې نړۍ مسلمانان دصهویسټ رژیم له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اونفرت اعلان کړی .
مهر خبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی د ې ته په اشارې سره چې دامریکا مشکل ، داستکبار په وړاندې دایران دملت دریدا ده ،روښانه کړې ؛ امریکا اودهغې متحدان غواړی ، په لویدیځی آسیا کې ترهه ګرې دلې راپورته کړی او دایران امنیت له خطرې سره مخامخ کړی .
ډاکټر لاریجانی د امریکا داستکبار په مقابل کې دسیمې دځینو هیوادونو منفعلانه دریځونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دایران داسلامی جمهوریت لپاره ویاړ دی ، چې د امریکایانو دنړیوالې ډیکتاتورۍ په مقابل کې مقاومت کوی .
دایران د اسلامی شورا مشر دقدس نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئیل ، حضرت امام خمینی تل له اسرائیلو سره دمبارزې په خبره ټینګار درلود او په دې باؤری ؤ چې دغه رژیم په سیمې کې په یوې سرطانی دانې بدل شوی او دغه سیمه ئې ناکراره کړې ده ، چې دا موضوع اوس هم د سیمې په ناکراره کولو کې د د صهونیسټی رژیم په ورانکار رول کې لیدل کیدلی شی .