امام خمیني به تل د دیني اقلیتونو په آزادۍ ټینګار کوه
Jun 03, 2018 19:23 Asia/Kabul
په تهران کښې د ارامنه و مشر پادري وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني(رح) تل د دیني لږکیو په آزادۍ تاکید درلود.
د ایرنا د خبر له مخې سبوه سرکسیان نن د امام خمیني د تلین د رارسیدو په تسلیت سره زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر به تل د اقلیتونو لپاره د دیني او ټولنیزو شعائرو او آدابو په آزادۍ ټینګار کوه.
د ویلو ده چې سبا د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه نیټه د حضرت امام خمیني(رح) د وفات دیرشمه کلیزه ده نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب خپلو ګرانو مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.