پاکستانیو چارواکو دایرانیو پوله ساتونکو دخوشی کولو لپاره دملګرتیاژمنه کړې
(last modified Wed, 24 Oct 2018 00:59:24 GMT )
Oct 24, 2018 05:29 Asia/Kabul
  • پاکستانیو چارواکو دایرانیو پوله ساتونکو دخوشی کولو لپاره دملګرتیاژمنه کړې

د اکتوبر په پنځلسمه نیټه دایران دجنوب ختیځ میرجاوې دپولې په سر په یوې پستې کې یوشمیر بسیجی رضار د ځینو کسانو په خیانت سره د اسلامی انقلاب ضد جنایتکارو په لاس تښتول شوی او دپاکستان خاورې ته منتقل شوی دی .

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د مځکنی ځواک  قوماندان  سردار تورن جنرال  محمد پاکپور پرون  ناوخته  پاکستان ته دخپل یوه ورځنی سفر په پای کې په اسلام اباد کې زمونږ له خبریال سره په خبرو کې  وئیلی دی ، دپاکستان پوځی اوامنیتی چارواکو او مسئولانو  دهغو ایرانیو پوله ساتونکو د خوشی کولو په باب چې  څو  ورځې مخکې   دمیرجاوې په پولې کې  تښتول شوی وو، ژمنه کړې ،   د هغوی دخوشی کولو لپاره به له  خپلو ټولو ظرفیّتونو  استفاده وکړی .

سردار پاکپور   له ایران سره  په ګډو پولو کې  د پآکستان د  پوځ  او امنیتی مامورانو لازیات شتون   په ضرورت په ټینکار سره  وئیلی ،   هغه ترهه ګر فعالیتونه چې په  پولو کې کیږی ،  باید  د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ له لارې له مینځّه یوړل شی .

داسلامی ایران د سپاه پاسدارانو دغه لوړپوړی  چارواکی د دوشنبې  په ماښام  دیوه امنیتی اوپوځی پلاوی په مشرۍ  د ایرانیو تښتول شوو  پوله ساتونکو  د   خوشی کولو دموضوع  د تعقیبونې اومشورو لپاره  اسلام آباد ته تللی  او له  دپآکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او  له نورو سیاسی او پوځی چارواکو سره ئې په  دې باب لیدۀ کاته کړی  دی .

د اکتوبر په پنځلسمه نیټه   دایران دجنوب ختیځ  میرجاوې  دپولې په سر په یوې پستې کې یوشمیر  بسیجی رضار  د ځینو کسانو په خیانت سره  د اسلامی انقلاب ضد جنایتکارو په لاس تښتول شوی او دپاکستان خاورې ته منتقل شوی دی .

 

ټیګونه