د سوريې په حلب کښې په کيميائي حمله د ايران ردعمل
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د سوريې په حلب ښار کښې په استوګن سيمو د ترهه ګرو ډلو حمله وغندله.
د خارجه وزارت د رسانه اي ډېپلومېسۍ د عمومي ادارې د رپوټ له مخې بهرام قاسمي نن په حلب ښار کښې په استوګن سيمو باندې په کېميائي حمله کښې د ترهه ګرو ډلو په اقدام د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د ترهه ګرو ډلو لخوا د داسې غېر انساني اقدام وجه له دغو ترهه ګرو ډلو څخه د سيمې او له سيمې نه د وراخو ځينو هېوادونو بې خرته فکري، سياسي، مالي او فوځي ملاتړونه دي.
ترهه ګرو بېګا د سوريې د حلب ښار په استوګن سيمو باندې په کلورين ګېس لرونکو راکټونو سره حمله وکړه چې له کبله يې د سوريې لږ تر لږه سل تنه ښاريز د کلورين ګېسو د بويولو په نتيجه کښې د ساډوبۍ د احساس په وجه روغتون ته منقل کړې شوي دي.
له ترکيې سره د سوريې د پولو په نزديو کښې د حلب صوبې په تېره بيا د دغې صوبې د مرکز حالات د ترهه ګرو د توغنده اي او راکټي حملو په وجه هم هغه شان کړکېچن او تريخجن دي.