دایران برمته شوی نورڅلور پوله ساتونکی د جنایتکارو له منګولو آزادشول
(last modified Thu, 21 Mar 2019 02:58:56 GMT )
Mar 21, 2019 07:28 Asia/Kabul
  • دایران برمته شوی نورڅلور پوله ساتونکی د جنایتکارو له منګولو آزادشول

بهرام قاسمی همداراز دترهه ګرۍله سپیرې بلاسره دمقابلې او داسلامی ایران او پاکستان د امنیتی اواستخباراتی ملګرتیاؤ د دوام لپاره د دواړو هیوادونو پر کلک هوډ اوارادې ټینګار وکړ.

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی  بیګا  د ایران د  څلورو نورو هغو پوله  ساتونکو  دخوشی کیدا خبر ورکړ ، چې د اکتوبر په پنځلسمه نیټه   دایران دجنوب ختیځ  په سیستان اوبلوچستان ولایت کې  دمیرجاوې سرحد له یوې پستې  برمته شوی وو،  او په دې   اړه ئې  دپآکستان د  حکومت او پوځ  چې ددغو پوله ساتونکو  د خوشی کولو  لپاره ئې بریالی عملیات کړی ، قدرونه اومننه کړې، او هیله ئې ښودلې ده چې  پاتې پوله ساتونکی هم زرترزره  وژغورل شی او په سلامتیا سره ایران ته راستانۀ شی .

 بهرام قاسمی  همداراز دترهه  ګرۍله سپیرې بلاسره دمقابلې او داسلامی ایران او پاکستان دامنیتی اواستخباراتی ملګرتیاؤ د دوام لپاره د دواړو هیوادونو پرکلک هوډ اوارادې ټینګار وکړ.

د تیر کال د اکتوبر په پنځلسمه نیټه   دایران دولس پوله ساتونکی چې  دسیستانو اوبلوجستان ولایت  په میرجاوې کې  په یوې سرحدی پستې کې  ئې دنده ترسره کوله د جیش الظلم یا  هماغه جیش العدل نومې ترهه ګرې ډلګۍ  په لاس برمته شوی او دپاکستان خاورې ته منتقل کړائ شوی  وو.له دې مخکې هم ددواړو هیوادونو په مشورو اوهلوځلو سره پنځه تښتول شوی  پوله ساتونکی  آزادشوی او بیرته ایران ته راستانۀ شوی وو .

 راپور ښئ دپاکستان دپوځ امنیتی ځواک بیګاددغه هیواد بلوچستان صوبې په چاغی سیمې کې دجنایتکارو ترهه ګرو په ضد له مخکې د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس په داسې حال کې عملیات ترسره کړل چې ترهه ګرو اوجنایتکارو دغه پنځه  ایرانی پوله ساتونکی له یوې خفیه لارې  له افغانستانه دپاکستان خاورې ته اړول او په دغوعملیاتوکې دجنایتکارو ترهه ګروله پټنځایه یو شمیرمهم تجهیزات او مهمات هم ترګوتو شوی دی .

 

ټیګونه