امریکا د مقاومت د ډلو له قدرته ویریږي
(last modified Sun, 19 May 2019 09:35:59 GMT )
May 19, 2019 14:05 Asia/Kabul
  • امریکا د مقاومت د ډلو له قدرته ویریږي

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان وویل: امریکا د مقاومتي او جهادي ډلو له قدرته ویره لري.

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې اسلامي ټاټوبي د جهادپالو ځوانانو زیږونکي دي، ټینګار وکړ: امریکا د مقاومتي او جهادي ډلو له قدرته ویره لري.

جنرال حسین سلامي نن په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې، د څه باندې شپږو سوو میزائلو په توغولو سره د صهیونیسټانو جنایتونو ته د فلسطین د مقاومت ځپونکي ځواب ته په اشارې سره زیاته کړه: د مقاومت قدرت د صهیونیسټانو او امریکایانو د شاتګ سبب شوی دی.

جنرال سلامي په دې خبرې سره چې امریکا او صهیونیسټي رژيم د زوال په لاره سم شوي دي، څرګنده کړه: امریکا یو داسې دښمن دی چې په ظاهره پياوړی او پهلوان ښکاري خو له دننې څخه ډډ دی.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي انقلاب نن سبا په خپل ترټولو ښکلي پړاؤ یعنې ۴۰ کلنۍ کښې دی، څرګنده کړه: ایران د دښمنانو له مختلفو ګواښونو سره مقابلې ته بشپړ چمتو والی لري.

 

ټیګونه