روحاني: امريکه د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره په يو جدي ګواښ بدله شوې ده
(last modified Fri, 14 Jun 2019 09:51:58 GMT )
Jun 14, 2019 14:21 Asia/Kabul
  • روحاني: امريکه د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره په يو جدي ګواښ بدله شوې ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: امريکه د اقتصادي، مالي او فوځي ظرفيتونو په استعمالولو او د يرغلي پالېسۍ په غوره کولو سره د سيمې او نړۍ د ثبات او قرارۍ لپاره په يوه ګواښ بدله شوې ده.

ډاکټر حسن روحاني د قرقيزستان په پائتخت پېشکک کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو په نولسمه سرمشريزه غونډه کښې وويل، تند پالنه، يو اړخيز پالنه او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې له سيمې د وراخوا هېوادونو لاسوهنو نړيواله ټولنه په خطرناک حالت کښې راوستلې ده چې د نړۍ د ټولو هېوادونو ثبات، امنيت او ګټې ګواښلې شي.

ولسمشر په عراق او سوريې کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د ايران د مبارزې په يادولو سره واضحه کړه، ايران، په عراق او سوريې کښې د صلحې لپاره وجنګېد، په افغانستان کښې يې د ملګرو ملتو په ملګرتيا سره له تندلاريتوب سره د مقابلې لپاره رغانده رول ولوبوۀ او اوس يې په يمن کښې د صلحې د ټينګښت لپاره له هيڅ کوششه ډډه نه ده کړې.

هغه د دې په بيانولو سره چې له ايران سره د ټولو ګاونډيانو د سيمه ايزو او دوو اړخيزو ملګرتياو او خبرو اترو ورونه تل خلاص دي وويل،پکار دي د يو اړخيز پالنې مخنيوے اوشي ځکه چې ترهه ګري، تندلاريتوب او د نشه ايزو توکو قاچاق څو اړخيز پالنه په يو ضرورت بدله کړې ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ برجام اېټمي موافقه د څو اړخيزې ډېپلومېسۍ يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او تاکيد يې وکړ، په برجام اېټمي موافقې دايران د پابندۍ په اړه د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس پينځلسو رپوټونو او له دغې موافقې څخه د امريکې په يو اړخيزه توګه وتلو ته په پام سره ايران د برجام اېټمي موافقې په چوکاټ  کښې په دغې موافقې کښې له باقي پاتې غړيو غوښتنه کوي چې زره تر زره دې په خپلو ژمنو عمل وکړي. د سانګهائي د ملګرتيا تنظيم د غړيو هېوادونو نولسمه سرمشريزه غونډه د روسيې، چين، قزاقستان، تاجېکستانو ازبکستان، هند، پاکستان او ايران په شمول د يولسو هېوادونو د سرمشرانو په شتون سره نن د قرقيزستان په پائتخت بېشکک کښې شروع شوه.

 

ټیګونه