د فضائی حدودو خلاف ورزی د ایران دملت سره کرښه ده
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان روښانه کړې ، ایران له یوه هیواد سره هم دجنګ نیّت نه لری ، خو د جنګ لپاره تیار هم دی او اسلامی ایران هماغه راز په دې باب په مقاومت سره دښمنانو ته جدی خبرداری هم ورکوی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی نن دایران په لویدیځ کردستان ولایت د پنځه زره څلور سوه شهیدانو ددرنښت په ملی کانګرس کې پخپلې وینا کې دایران په هوائی حریم کې د امریکا دجاسوسی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره ووئیل ، داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو هوافضا ضددفاعی نظام د امریکایوه جاسوسی بې پیلوټه الوتکه چې د ایران په سمندری حدودو ئې تیری کړی ،نسکوره کړې ، دا له دښمن سره په چلند کې د ایران د ملت یوه کړنه ،قاعده او روده ده .
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان روښانه کړې ، ایران له یوه هیواد سره هم دجنګ نیّت نه لری ، خو د جنګ لپاره تیار هم دی او اسلامی ایران هماغه راز په دې باب په مقاومت سره دښمنانو ته جدی خبرداری هم ورکوی .
سردار حسین سلامی ددې خبرې په کولو سره چې ایران هرچرته چې مقاومت کړی دی ، بریالی شوی دی ، ټینګار وکړ، دښمن باید دایران مځکنۍ بشپړتیا او ملی ګټو ته داحترام په سترګه وګوری .
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیوکې د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی دیوې فوری خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دایران د فضائی حدودو خلاف ورزی سره کرښه ده او هیڅکله به چا د اسلامی ایران دفضائی حدودو د خلاف ورزۍ اجازت ورنکړی .
همداراز دایران دخارجه وزارت ویندوی عباس موسوي هم داسلامی ایران د هوائي حریم باندې دامریکا د جاسوسي ډرون الوتکې تیري په سخته محکوم کړي او وئیلي ئې دي ، داسلامی ایران په حدودو دهرډول تیریو دنتیجو مسئولیّت تیریګرو ته متوجه دی او دغه شان غوڅ ځواب به ویني
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د هرمزګان ولایت په ایرانیو حدودو کې د امریکا دجاسوسی بې پيلوټه الوتکې په نسکوریدا پسې بیلابیل غبرګونونه راپاریدلي دي په دغو غبرګونونو کې د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف نن له دغې پيښې وروسته دخبریالانو په ټول کې وئيلی دي ، امریکا قصدا په فارس خلیج کې د تاؤتریخوالي زیاتول غواړي او هڅه کوي دسیمې حالات تر ممکن حده ترینګلي کړي .