د حضرت امام هادی علیه سلام نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی
امام هادی علیه سلام د ریښتونی اسلام دځلانده څیرې په معرفی کولو کی ډیره هڅه وکړه .
نن د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د ذی الحجې ۱۵ چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست له ۱۷ نیټې سره سمون خوری ، د شیعیانود لسم امام حضرت امام علی النقی (ع)د نیکمرغه زوکړې ورځ ده .
حضرت امام علی النقی علیه سلام په ۲۱۲ قمری کال کی مدینې ښار سره نږدې دنیا ته سترګې رڼې کړې .
حضرت امام علی النقی علیه سلام د خپل ګران پلار حضرت امام محمد تقی علیه سلام له شهادته وروسته د مسلمانانو د مشری مسولیت پرغاړه واخیسته . د حضرت امام علی النقی علیه سلام له مشهور القابو یو لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .
امام هادی علیه سلام د ریښتونی اسلام دځلانده څیرې په معرفی کولو کی ډیره هڅه وکړه . حضرت امام علی النقی علیه سلام د بیلا بیلو عقیدتی ، فکری او یا اجتماعی مسلو په اړه د بحث لپاره ډیرې غونډې ترسره او په دغو غونډو کی یې ډیرو پوښتنو او مطرح شویو شبهو ته ځوابونه وویل . د علم و ادب ګڼ شمیر عالمان به د امام هادی علیه سلام خدمت ته ورتلل او هغه حضرت د علم او پوهې له سمندره به یې ګټه پورته کوله . امام علی النقی علیه سلام په درستو انسانی صفتونو ، اخلاقو او فضیلت کی د کمال په حد کی وو .
د ایران مسلمان ولس د امام هادی علیه سلام د نیکمرغه زوکړې په کلیزه کی په سپیڅلیو ځایونو ، جوماتونو او واټونو کی جشنونه ترسره کوی .
د ایران د راډیو او ټیلی ویژیون ادارې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له تله مبارکی وړاندی کوی .