د حضرت امام موسی کاظم ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت زمونږ مبارکی ومنئ
د اسلامي ایران مومن خلک د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت جشنونه ترسره کوي .
زمونږ خبریال وایی نن د زیارت یا پنجشنبې ورځ د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست دمیاشتې ۲۲ او د۱۴۴۰ هجری قمری کال د ذی العجې دمیاشتې ۲۰ نیټه ده چې د شیعه مسلمانانو د اوم(۷) امام حضرت موسی کاظم علیه السلام له نیمکرغه زوکړې سره سمون خوری .
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د۱۲۸ هجری قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې په ۲۰ نیټه د مکې او د مدینې ترمینځ په «ابوا» نومې کلی کښې وزیږید .
هغه حضرت د خپل ګران پلار او دشپږم (۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو مشرۍ پرغاړه واخیستله .
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په علم ، خاکسارۍ ، د صدقو په ورکولو ، سخاوت او بخښنې کښې ځانګړی شهرت درلود او هغه د خپل ګران پلار حضرت امام جعفر صادق علیه د سنتونو د احیا او د روایتونو ، حدیثونو او د احکامو په راټولولو او د شیعه مسلمانانو په لارښونې او هغوې ته دعلم په ورزده کولو سره حقیقی اسلام چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم (۶) امام په تعلیماتو او هڅو سره یې نظم او پیاوړتیا موندلی وه وساته او هغه یې نور هم پسې پیاوړی کړ.
د اسلامی ایران مومن خلک د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په سپیڅلیو مذهبی ځایونو ، جوماتونو او واټونو کښې په شتون سره جشنونه ترسره کوی .
دایران د راډیو او دټیلی ویژن ادارې درست کارکونکی د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت دنړۍ ټولو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له کومې مبارکی وایی .