دایران او دلیبیا بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې
-
ټاکل شوي ده دایران خارجه وزیر جواد ظریف نن د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابه سره له کتنې وروسته مالیزیا ته ولاړ شي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د لیبیا خارجه وزیر محمد سیالاسره د دوه اړخیزه اړیکو ، د لیبیا او د افریقا دشمال سیمې د بدلونونو په هکله خبرې او د نظرتبادله وکړه .
دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د افریقا دپراختیا په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره جاپان ته تللی دی د لیبیا له خارجه وزیر محمد سیالا سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
د افریقا د پراختیا نړیوال دوه(۲) ورځنی کانفرنس له تیرې سه شنبې ورځې راهسې د جاپان په یوکوهاما ښار کښې پیل شوی دی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دغه راز د جاپان له خارجه وزیر کونو تارو سره هم د دوه اړخیزه اړیکو ، د وروستیو ډیپلوماټیکو خوځښتونو ، داټومی تړون داجرا او د فارس خلیج او د مینځی ختیځ د بدلونونو په هکله خبرې وکړې .
د ایران خارجه وزیر جاپان ته له سفر مخکې چین ته تللی وو او په پیکینګ کښې یې د چین له خارجه وزیر« وانګ یی » سره خبرې کړی وې .
ټاکل شوی ده دایران خارجه وزیر جواد ظریف نن د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابه سره له کتنې وروسته مالیزیا ته ولاړ شی .