دایران دافع هوا وسونو دښمانان ناهیلی کړی دی :-
(last modified Sun, 01 Sep 2019 11:14:44 GMT )
Sep 01, 2019 15:44 Asia/Kabul
  • په همدې علت په دې زمینه کښې وسونه د دښمانانو لخوا په پرله پسې ډول په زیات دقت او حساسیت سره څارل کیږي .
    په همدې علت په دې زمینه کښې وسونه د دښمانانو لخوا په پرله پسې ډول په زیات دقت او حساسیت سره څارل کیږي .

دایران داسلامی جمهوریت دپوځ د هوایی دافع هوا(air defence ) ځواک قومندان برید جنرال علیرضا صباحی فرد په تیرې شنبې ورځ د هوایی دافع هوا د ورځې په درشل کښې د دافع هوا په حوزې کښې دایران پرمختګونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه د ایران دافع هوا وسونو دښمانان ناهیلی کړی دی .

د وږی دمیاشتې لسمه (۱۰) یعنی د سپتمبر د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه د خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د  ایران ددافع هوا مرکز د جوړیدا او د دافع هوا ورځ نومول شوی ده .

د ایران د پوځ لوې درستیزوالې په یوې (۱)بیانیې کښې په دې مناسبت د حساسو او د غرور رامینځته کونکو  ماموریتونو ترسره کول ، دایران په فضا کښې دهر ډول  غیر قانونی هوایی خوځښتونو شیبه په شیبه څارل او مخه یې نیول او پردیو هیوادونو ته په وخت(موقع) او په اغیزشیدونکی ډول خبرداری دایران د نفوذ نه منونکی او دیو هیړ دافع هوا په شمول د وسله والو ځواکونو ترمینځ د کاملې غږملتیا او د تعامل نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ دغه وس د هیواد د دفاعی قدرت په لوړتیا او ددفاع په پیاوړتیا کښې مهم او اغیزشیندونکی رول لرلی دی .

ایران د امنیت دساتلو لپاره له ګواښونو سره متناسب خپل دفاعی ظرفیتونه زیات کړی دی .

په دې ډول چې نن سبا ځایی پرمختللی او د پوځی قدرت له ادعا کونکو سره د سیالۍ کولو وړ پرمختللی دافع هوا  سیسټم د ایران  په دفاعی جوړښت کښې کارول شوی دی .

له پرمختللی ټیکنالوژۍ استفاده او د بیلابیلو الوتونو په سویه د دافع هوا لوړ دقت او پوښښ دایران له دافع هوا سیسټمونو د تیریدا امکان سخت او حتی غیر مکمن کړی دی .

دامریکا دسمندری ځواک د حربی پوهنتون او رنډ موسسې جامع راپور اعتراف کوی  دایران فضا د دافع هوا په پرمختللیو تاکتیکونو سره پوښل شوی ده  .

د باور درې سوه درې اویا (Bavar373,) دافع هوا یا توغندوی سیسټم جوړول په دغه ډګر کښې دایران ترټولو نوی بریا ده چې یوازې څو هیوادونه ددغه توغندوی سیسټم د تولیدولو توان لری .

دایران توغندوی قدرت په لوړه سویه ثابت شوی دی .

دایران په هوایی حریم کښې د امریکا د ډیرې پرمختللی بې پایلوټه الوتکې نسکورول په دغو موردونو  کښې راځی .

امریکا د خپلو لسمونکو اقداماتو په لړ کښې د روان میلادی کال په جون میاشت کښې د جاسوسۍ یوه (۱) بې پایلوټه الوتکه دایران هوایی حریم ته ورننباسله .

دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک دافع هوا د «کوه مبارک» غره ته مخامخ سیمه کښې دامریکا په پرمختللی پایلوټه الوتکې ډزې وکړې او هغه  یې نسکوره کړه .

دامریکا سی این این ټیلی ویژن په دې هکله په یوه(۱) راپور کښې ولیکل امریکا په دوه ویشت زره(۲۲۰۰۰) کلومیټره لوړوالی کښې د خپل عبرت ترټولو مهم درسونه ترلاسه کړل .

سی این این ټیلی ویژن د نیک والش په قلم یوه(۱) لیکلی راپور کښې چې عنوان یې دامریکا د یوسل لس(۱۱۰) میلیونه ډالرو په ارزښت د بې پایلوټه الوتکې نسکوریدل مونږته دایران په هکله څه اطلاعات راکوی وویل دغه پیښه دایران  دپوځی وسونو د پیاوړتیا ښکاره نښه ده .

د افریقا دشمال او دلویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ ) د چارو کارپیژاند جیرمی بینی (Jeremy Binnie ) په جینز ډیفینس (Jen's Defense,) اونیزې کښې دایران هوایی دفاع ته په اشارې سره وایی د امریکا د بې پایلوټه الوتکې نسکورول په ښه ډول ښایی کله چې ایران په یوه (۱)شی باندې پانګونه کوی نو کولای شو په حقیقی ډول په هغه حساب وکړو .

مونږ د ایران دبلاسټیک توغندیو په هکله په دې خبرې پوهیدو خو په ظاهره د ایران دهوایی دفاع سیسټم یعنی ددافع هوا په هکله هم حالت په همدې ډول دی .

د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله په سیمه  کښې او یا له سیمې بهر د جنګ پیلونکی نه وو او نه دی خو که چیرې ورته پوځی ګواښ وشی یا حمله ورباندې وشی په قدرت سره د خپل امنیت دفاع کوی .

پر دې اساس په قدرتمنو دافع هوا سیسټمونو کښې پرمختللی ټیکنالوژیانې د ایران له جغرافیې سره متناسب  طراحی شوی دی .

دغو ټیکنالوژیو ددافع هوا د جامعو پروژو په چوکاټ کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو د هوایی ځواک په مانورو کښې خپل کارندوالی ثابت کړی دی .

دایران د وسله والو ځواک لوی درستیز برید جنرال محمد باقری په دې هکله  په ملی اقتدار کښې د هوایی قدرت د رول په نوم غونډې کښې وویل د ایران دپوځی هوایی قدرت د پراختیا په موضوع کښې هیڅ شک نشته او دغه پرمختګ باید په دې ډول وی چې له دښمن سره د جنګ په بڼه کښې هغوې ته اجازه ورنکړو زمونږ هوایی واکمنۍ په خطر کښې واچوی .

هغه څه چې مسلم دی دا دی چې د ایران د هوایی دفاع د سونو پیاوړی کول دایران په دفاعی ډاګټرین کښې دستراتیژیکو هدفونو یوه(۱) برخه ده .

په هر ډول احتمالی ګواښ کښې ددښمن په محاسباتو کښې د دافع هوا قدرت دیوه(۱) دفاعی عامل په توګه مطرح دی .

په همدې علت په دې زمینه کښې وسونه د دښمانانو لخوا په پرله پسې ډول په زیات دقت او حساسیت سره څارل کیږی .

 

ټیګونه