د ايراني حاجيانو سرپرست: د منا د شهيدانو وينه به ترپښو لاندې نه شي
(last modified Wed, 25 Sep 2019 09:56:10 GMT )
Sep 25, 2019 14:26 Asia/Kabul
  • د ايراني حاجيانو سرپرست: د منا د شهيدانو وينه به ترپښو لاندې نه شي

د حج او زياراتو په چارو کښې د ولي فقيه استازياو د ايراني حاجيانو سرپرست تاکيد وکړ، د منا د غميزې د شهيدانو وينه ترپښو لاندې نه شي.

د څلور سوه څلور شپېتۀ ايراني حاجيانو په شمول په زرګونو حاجيان د ۲۰۱۵ کال د قربانۍ د اختر په ورځ په منا کښې د حج د مناسکو د ادا کولو په حال کښې د آل سعود د چارواکو د ناوړه تدبير په وجه شهيدان شول.

همدارنګ د همدغه کال د ستمبر په يولسمه د منا له غميزې ديارلس ورځې مخکښې يو کرېن د بيت ا..الحرام د زائرينو په سرونو راوغورزېد چې په دغه پېښه کښې هم يو سل لس کسان ووژل شول او دوه سوه اته دېرش نور ژوبل شول چې په وژل شويو کښې يولس تنه ايراني حاجيان هم شامل وو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حجت الاسلام والسلمين سيد عبدالفتاح نواب په تهران کښې د مقدسې دفاع د هفتې او مسجدالحرام د شهيدانو د ياد د نمانځنې په مراسمو کښې وويل،

که په دغه حالت غمناک حالت کښې مناسب تدبير غوره کړې شوې وې نو د منا د شهيدانو شمېر ډېر کمېدې شو.

 

ټیګونه