د ایرانی ملت سپیڅلی دفاع په اوسنی تاریخ کی اغیزمنه شوه
(last modified Fri, 27 Sep 2019 10:14:46 GMT )
Sep 27, 2019 14:44 Asia/Kabul
  • د ایرانی ملت سپیڅلی دفاع په اوسنی تاریخ کی اغیزمنه شوه

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د مظلومانو لپاره په بی محتوا بشری حقوقو او په ځینو هیوادونو کی د خلکو په سختو شرایطو په نیوکی سره وویل باید د کشمیر د مسلمانانو د مشکلاتو د لیری کولو لپاره چی له ظلم او ستم سره مخامخ دی درست اسلامی هیوادونه هڅه وکړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی  دسپیڅلی دفاع د اونۍ پیلیدا ته په اشارې سره زیاته کړه د کربلا له پیښې وروسته هیڅ پیښه د سپیڅلی دفاع په اندازه کی په تاریخ کی اغیزمنه نده .

د تهران دجمعې لمانځه خطیب  د دې خبرې په کولو سره چی د جنګ په وخت کی د نړۍ درستو هیوادونو له تیری ګر دښمن ملاتړ کاوه او د ایران پوځ دړې وړې شوی وو او سپاه د جنګ تجروبه نه درلوده ، د ایران ملت د حضرت امام خمینی رح په لارښونو سره اته کاله د نړۍ د قدرتونو په وړاندی مقاومت وکړ .

حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی   په دوام کی د محرم الحرام د ورځو په تسلیت ویلو سره زیاته کړه له امام حسین علیه سلام سره مینه ورځ په ورځ نړیواله کیږی او د حسینی اربعین په دستورو کی د شل میلیونو کسانو شتون که هغه شیعیان دی که اهل سنت او که د نړۍ د نورو هیوادونو عیسایان ، ارمنیان وغیره دا ښی چی حضرت امام حسین ع داسې چینه ده چی ټول ترې خړوبه کیږی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د مظلومانو لپاره په  بی محتوا بشری حقوقو او په ځینو هیوادونو کی د خلکو په سختو شرایطو په نیوکی سره وویل باید د کشمیر د مسلمانانو د مشکلاتو د لیری کولو لپاره چی له ظلم او ستم سره مخامخ دی ، د نایجریا شیعیان چی بی محتوا بشری حقوق هغو لپاره هیڅ حرکت نه کوی ، د بحرین د شیعیانو لپاره چی د ځان لپاره د هیڅ فیصلې کولو حق نلری او د عربستان د شیعیانو لپاره درست اسلامی هیوادونه باید هڅه وکړی .

 

ټیګونه