د ایران د امریکا او د انګلستان ورځباڼو ته کتته :-
(last modified Wed, 04 Dec 2019 08:18:35 GMT )
Dec 04, 2019 12:48 Asia/Kabul
  • د ایران د امریکا او د انګلستان ورځباڼو ته کتته :-

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران د امریکا او د انګلستان ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د ناټو دمشرانو غونډه پرون په لندن کښې د غړو هیوادونو د بې ساری اختلافاتو په سیوری کښې پیل شوه .

له دې غونډې سره په یووخت رسنیو د انګلستان د لیبر ګوند د مشر جیرمی کوربین وینا  خپره کړی ده چې ارزو یې کړی ده کاش ناټو تړون اصلا نه وائ .

په فرانسې  کښې د بشری  حقوقو فعالانو د متحده عربی اماراتو د سفارت مخ ته په غونډې سره د ابوظهبۍ لخوا د یمن او د لیبیا د خلکو د وژلې د بندیدا غوښتنه وکړه .

شمالی کوریا د اټومی خبرو اترو د ژغورلو لپاره د امریکا د حکومت د وخت ختمیدا ته په اشارې سره وویل اوس نور دا د امریکا په غاړه ده چې د پیانګ یانګ لخوا د کریسمیس (Christmas) اختر ډالۍ انتخاب کړی .

د لبنان د اینټرنیټ استعمالونکو د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې هغه ته وویل هیڅوک د امریکا هرکلی نه کوی او واشنګټن باید له لبنان څخه ولاړ شی .

د هیګ نړیوالې محکمې د دریم (۳) ځل لپاره د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو لپاره د بشر دوستانه مرستو په وړونکی  کشتۍ « مرمره » باندې په حملې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایت د دوسیې له پرانیستلو ډډه وکړه .

د سوریې ولسمشر بشار اسد د صهیونیسټ رژیم په زندان کښې د سوریې بندی ته په لیک کښې د هغه د خوشی کولو لپاره د تل ابیب شرطونو ته د نوموړې بندی  غاړه نه کیښودل وستایل او هغه یې یو(۱) مبارز او اتل قیدی وباله .

د تکفیریانو په نیکه یعنی سعودی عربستان کښې د بیان د ازادۍ په نوم کانفرنس ترسره شوی .

دا په داسې حال کښې دی چې سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ تر ټولو مخالف رژیم دی.

د فساد  د دوسیو په هکله د اسرائیلو د لومړ وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد د ګواښې لپاره د درې سوه درې دیرشو (۳۳۳)  کسانو په چمتووالی سره د دغه رژیم د لومړی وزیر حالت له مخکې څخه زیات کړکیچن شوی .

اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکی درسره شریک کړو .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د سریلانکا له ولسمشر ګوتابایا سره په کتنې کښې وویل هندوستان په تیرو اویاو(۷۰) کلونو کښې په کشمیر سیمه کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیانې کړی دی .

د صهیونیسټ رژیم د امنیتی او د ډیپلوماټیکو چارواکو یو(۱) پلاوی د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د نه تیری کولو  د تړون د لاسلیک کولو لپاره امریکا ته ورسید .

ترکیې په داسې حال کښې چې د پولینډ او د بالټیک حوزې د هیوادونو لپاره د ناټوی له دفاعی پلان سره خپل موافقت د دغه ائتلاف لخوا د سوریې د خلق مدافع ځواکو نو له ترهګر اعلانولو سره مشروطه کړی دی امریکا د انقرې له دغه غوښتنې سره د مخالفت کولو په ترڅ کښې په ترکیې غږ کړی چې د ناټو د پروګرامونو په لاره کښې خنډونه مه جوړوی .

د لبنان ملی پالو شخصیتونو ، ګوندونو او ډلو په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ امریکا د لبنان په بایکاټ کولو سره نشی کولای دغه هیواد د صهیونیسټ رژیم او د واشنګټن زیات غوښتنو  او شرطونو ته تسلیم کاندی .

د شمالی کوریا د خارجه وزیر مرستیال« رته تانه سونګ» د روان میلادی کال د ختمیدا په نږدې کیدا او په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالی له دوام سره په یووخمت په یوې (۱) وینا کښې له پیانګ یانګ سره د خبرو اترو لپاره د امریکا شرط په دغه هیواد کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مصرف لپاره احمقانه حق وباله .

د ملګروملتونو امنیت شورا له  خپلو  پینځلسو (۱۵) غړو هیوادونو وغوښتل د لیبیا په جنګونو کښې په نه لاسوهنې سربیره د دغه هیواد پرضد وسلو بایکاټ ته پاې بند ووسئ .

د فرانسې  دبشری حقوقو فعالانو په پاریس کښې د متحده عربی اماراتو دسفارت مخ ته غونډه وکړه او په لیبیا او یمن کښې د ابوظهبۍ د لاسوهنو او د خلکو د وژلو د بندیدا غوښتنه یې وکړه .

د پاکستان دخزانې وزیر اسد عمر د امریکا په سیاستونو نیوکې سره وویل واشنګټن د سعودی عربستان په جیب لاس منډلی دی او سیمه بې ثباته کوی .

د عراق د نجف او د عملیاتو قومندنۍ په کربلا او نجف ښارونو کښې د ورانکارو اقداماتو او د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته ټول امنیتی ځواکونه وربللی دی او بیړنی حالت یې اعلان کړی دی .

دا په داسې حال کښې دی چې اعتراض کونکو اوس هم د کربلا اصلی لارې تړلی دی .

د جاپان سرچینو وویل چې شمالی کوریا له یوې (۱) لوې وچې د بلې لوې وچې ویشتونکو توغندیو د توغولو تاسیسات جوړ کړی دی .

د کویت د خارجه وزیر مرستیال خالد الجار الله په کویت کښې د  رومانیا په سفارت کښې د دغه هیواد دملی ورځې په مراسمو کښې له ګډون وروسته د سیمې د مسایلو په هکله د نظر په څرګندولو سره د ایران په باره کښې د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل له څو میاشتو وروسته چې د تاوتریخوالی د زیاتیدا کتونکی وو اوس د ایران د اټومی دوسیې په هکله د ارامښت نښې نښانې لیدل کیږی .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو خپلو سیالانو ته وړاندیز کړی اجازه دې ورکړی چې دې شپږ (۶) میاشتې نور هم لومړی وزیر پاتې شی او بیا دغه وزارت مقابل لوری ته وروسپاری .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکاران به د ولسی جرګې کانګرس داستیضاح د تحقیقاتو په غونډې کښې ګډون ونکړی .

خوږو لوستونکو اوس به د  امریکا او د بریتانیا د څو ورځپاڼو مهم سرټکې له تاسو سره شریک کړو .

  • واشنګتن ایکزمینر ورځپاڼې د امریکا د متحد ایالتونو د دې پریکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی.

د ورځپاڼې په باور، که چېرته ځان وژونکی بریدونه هم ادامه ولری واشنګتن دې ته چمتو شوی دی چې نږدې نیم پوځیان  له افغانستانه وباسی.

ورځپاڼه لیکی، له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د ایستلو اعلان ښایی د امریکا په کورنی سیاست کې د ځینو په ګټه وی، خو دا کار له ډیپلوماتیک پلوه په داسې حال کې چې له طالبانو سره خبرې روانې دی له ضرورته پرته مقابل لورې ته امتیاز ورکول دی.

د ورځپاڼې په نظر له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل به د دغه هیواد ثبات ټکنی کړی او د امریکا متحدانو او دښمنانو ته ته به دا پیغام ورکړی چې دا هیواد نور د جګړې د دوام وس نه لری.

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر مارک اسپر ویلی دی چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شمیر کمیدل له طالبانو سره د احتمالی سولې له تړون سره ارتباط نه لری.

مارک اسپر د دوشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته وویل چې ښایی پرته له دې چې د سولې خبرو ته وګورو د خپلو پوځیانو شمیر په افغانستان کې کم کړو.

مارک  اسپر تر دې خبرو څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ ویلی و دی غواړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر اته زره شپږسوه (8600)تنو ته کم کړی.

ولسمشر ټرمپ چې د بګرام په هوایی اډه کې خبرې کولې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د اوس لپاره په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکایی پوځیان شته.

واشنګتن ایگزمینر ورځپاڼه  لیکی، د امریکایی پوځیانو د شمیر له کمیدو سره به د ناټو او د هغې د شریکانو د ۸۵۰۰  عسکرو  مسوولیت دروند شی.

د ورځپاڼې په باور، طالبان اټکل  کوی، چې امریکایی پوځیان به مخکې تر دې چې له خپلو شریکانو سره همکاری ته چمتو شی، له افغانستانه ووځی.

ډیلی میل خپرونه د جګپوړې امریکایی ډیپلوماټې الیس ویلز په وینا لیکی چې افغان چارواکی باید پر ماشومانو د جنسی تیری د ادعا د څیړلو لپاره جدی ګامونه واخلی.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبی او مرکزی اسیا د برخې مرستیالې الیس ویلیز په ټویټر کې لیکلی دی چې موږ پر افغان چارواکو د لوی څارنوالی په ګډون غږ کوو چې په لوګر کې د ماشومانو د جنسی ځورونې د راپورنو مساله جدی تعقیب کړی.

بریتانیایی ورځپاڼې ګاردین تیره میاشت راپور ورکړی و چې تر پنځه سوه(500) پر ډیرو ماشومانو په لوګر کې جنسی تیری شوی دی .

ډیلی میل لیکی دا ادعا په داسې وخت کې شوې ده چې د افغانستان په ځینو برخو کې بچه بازی عامه ده او لویان کشران د هلکانو په ډول ساتی.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز لیکلی دی چې بچه بازی په هیڅ ټولنه کې ځای نه لری.

ډیلی میلز د افغانستان د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقی خبره هم رااخیستې ده چې ژمنه کوی په لوګر کې به د شوې ادعا په ارتباط تر تحقیقاتو وروسته جدی اقدامات وشی.

خپرونه لیکی چې پخوا د امریکا پر متحد ایالتونو انتقاد شوی و چې په افغانستان کې یې پرماشومانو د تیری مسالې ته جدی پاملرنه نه ده کړې.

د بشری حقونو د څار ډلې تیرکال د جنوری په میاشت کې په یوه(1)راپور کې ویلی و چې امریکایی ځواکونو یوشمیر افغان پولیس او د امنیتی ادارو غړی پیژندلی دی چې پر ماشومانو تیری کوی خو دا مساله یې له پامه غورځولې ده.

 

ټیګونه