ټولو ته د حضرت فاطمه معصومه (س) د وفات تسليت وايوو
ټولو ته د حضرت فاطمه معصومه (س) د وفات تسليت وايوو
نن د ربيع الثاني يا دويمې خور د مياشتې لسمه نېټه د حضرت امام علي رضا عليه السلام د قدرمنې خور حضرت بي بي فاطمه معصومه د رحلت له کليزې سره سمون خوري.
د حضرت بي بي فاطمه معصومه (س) پاک حرم د ايران د قم په مقدس ښار کښې دے.
قم ښار د امام موسی کاظم (ع) د دغې قدرمنې لور بي بي د وفات د کليزې په موقع په وير او ماتم کښې بوخت دے.
د دغه ښار خلقو ځاے په ځاے تور بېرغونه، نشانونه او بېنرونه لګولي دي او د وير او ماتم د مختلقو پروګرامونو په جوړولو سره د اسلام له دغې قدرمنې مېرمن او د خداے د ګران رسول (ص) له پاکې کورنۍ سره د خپلې مينې او عقيدت څرګندونه کوي.
مونږ د غم او وير په دې موقع د نړۍ ټولو ازادي غوښتونکو انسانانو په تېره بيا د محمد (ص) او آل محمد (ص) مينه والو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومي تسليت او تعذيت وړاندې کوو.