د ایران د روسیې او د چین سمندری مانوره د امنیت لپاره سیمه ییزه کارنده بیلګه :-
د هند اوقیانوسیې د شمال په ستراتیژیکه سیمه او عمان سمندر کښې د ایران د روسیې او د چین د سمندری مانورې ترسره کیدل له سیمې د وراخوا هیوادونو له ګډون پرته د سیمه ییزې ملګرتیا یو(۱) ډول دی .
د ایران د روسیې او د چین سمندری مانوره چې له نن څخه تر څلورو (۴) ورځو پورې د هند اوقیانوسیې په شمال سیمه او عمان سمندر کښې د ترسره کیدا په حال کښې ده د مشکلاتو د هواری لپاره سیمه ییزو بیلګو ته د پام او د کارندوالی نښه ده .
د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې په نړیوالو اوبلارو کښې د کشتیو په ازادۍ سره د تګ راتګ او د تجارت د ازاد بهیر د تضمین لپاره هڅه د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره محققه کیږی او له سیمې د وراخوا هیوادونو شتون به د تاوتریخوالی له رامینځته کولو پرته بل هیڅ نتیجه ونلری .
سیمه ییز امنیت تل د هیوادونو اندیښنه او د پام وړ موضوع ده او په دې مینځ ومان کښې په عمان سمندر ، فارس خلیج او د هند اوقیانوسیې په شمال کښې پایداره سمندری امنیت له مخکې څخه زیات د نړۍ د انرژۍ د مهمې اوبلارې او په نړیوال تجارت کښې د دغو سیمو د رول په وجه له اهمیت څخه برخور دی .
د ایران د روسیې او دچین د ګډې سمندری مانورې په شان د سیمه ییزې ملګرتیا بیلګه په عمان سمندر ، فارس خلیج او د هند اوقیانوسیې په ستراتیژیکو سیمو کښې د پایداره سمندری امنیت د تضمین لپاره کارنده بیلګه ده .
ګډې اندیښنې ، ګډو اقتصادی او سیاسی ګټو او له اغیزشیندونکو ځانګړتیاو سره اشناۍ او په سیمه کښې د پایداره امنیت د تحقق لپاره د ګیر چاپیر چاپیریال په دقیق ډول پیژندلو د ایران د روسیې او دچین د ګډې سمندری مانورې اهمیت او پیغام زیات کړی دی .
په نړیوالو سمندری اوبلارو کښې ترهګرۍ ، غلا ، سمندری غلا یا د سونګو قاچاق د انرژۍ د ازاد بهیر او د نړیوال سمندری تجارت په لاره کښې د هیوادونو ګډې اندیښنې او مشکلات دی .
د دغو مشکلاتو ختمول او د پایداره سمندری امنیت تحقق د سیمې له ځانګړتیاو سره له سمون نه خوړونکی او یواړخیزه سیاست او کړچار سره نه محقق کیږی .
د ایران اسلامی جمهوریت ، روسیې او چین د دریو (۳) قدرتمنو هیوادونو په توګه چې د یواړخیز پالنې له کړچار سره مخالف دی د پایداره امنیت تحقق له سیمه ییزې ملګرتیا سره تړلی دی او په همدې چوکاټ کښې په حساسو سیمو کښې د هغوې سمندری مانوره معنا پیدا کوی .
په همدې زمینه کښې د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په تیرې پنجشنبې ورځ ولیکل د هند اوقیانوسیې په شمال او عمان سمندر کښې د ایران د چین او د روسیې ګډه سمندری مانوره امریکا ته خبرداری دی چې په نړیوال ډګر کښې بیلابیلو مسائیلو ته په یواړخیزه کړچار سره ګوری .
یواړخیز پالنې ته نه ویل او د سیمې په بنسټ د امنیت تعریفول چې له مخکې څخه زیات نړۍ ته د سولې ، د امنیت او د ښه نیت پیغام مخابره کوی د هند اوقیانوسیې په شمال او عمان سمندر کښې د ایران د روسیې او د چین د سمندر مانورې اصلی هدف دی .