د سمندري ځواک عملياتي مرستيال: د هند بحيرې امنيت د نړۍ د اقتصادي ګټو د ساتنې ضامن دے.
(last modified Sat, 28 Dec 2019 08:04:52 GMT )
Dec 28, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • د سمندري ځواک عملياتي مرستيال: د هند بحيرې امنيت د نړۍ د اقتصادي ګټو د ساتنې ضامن دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت د د فوځ د سمندري ځواک د عملياتو مرستيال وويل: په هند بحيره په تېره بيا د طلائي مثلث نومې د هرمز په تنګۍ، مالاګا او باب المندب کښې د کيشتۍ چلونې د کرښو د پوره امنيت ټينګول په نړيوال ډګر کښې د اقتصادي ګټو د ساتنې ضمانت ورکونکې چاره ده.

دويم اميرالبحر غلامرضا طحاني نن د ايران،روسيې او چين د ګډو سمندري مشقونو په توجيهي غونډه کښې چې د په دغو مشقونو کشې د ګډون کونکو روسي او چيني يونټونو د قوماندانانو په شتون سره جوړه شوه وويل،  د هند بحيرې شمال د نړۍ يوه ترټولو مهمه سمندري لار ده او په نړيوالې سوداګرۍ کښې يو اهم کردار ادا کوي.

طحاني د دې په بيانولو سره چې د ايران، روسيې او چين مشترکه سمندري مشقونه يو خاص اهميت لري واضحه کړه، د عمان او هند بحيرې په سمندري سيمه کښې چې د نړۍ د تجارت يوه ډېره اهمه سيمه ګڼل کيږي زياتره هېوادونه تګ راتګ لري او په همدې وجه پکښې د سمندري امنيت ساتنه زياته مهمه او بنيادي چاره ده.د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک د عملياتو مرستيال زياته کړه، د غږملو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د حکومتونو ترمېنځ د سياسي بدلونونو  او سمندري ګواښونو ګډ ماهيت د دې سبب شو چې د ايران، روسيې او چين سمندري ځواکونه له مخکښې نه زيات له يو بل سره ملګرتياوې ولري. د ايران روسيې او د چين ګډ سمندری مشقونه پرون د ډله ايز اتحاد او د ملګرتيا په سيوری کښې د پايداره امنيت ، دوستۍ او د صلحې په پیغام سره د هند بحيرې په شمال کښې شروع شول.

 

ټیګونه