جنرل موسوي: د ايران فوځ به د دښمن هر ډول غلطۍ ته پرېکنده ځواب ورکړي
(last modified Thu, 02 Jan 2020 09:15:30 GMT )
Jan 02, 2020 13:45 Asia/Kabul
  • جنرل موسوي: د ايران فوځ به د دښمن هر ډول غلطۍ ته پرېکنده ځواب ورکړي

د ايران د فوځ عمومي قوماندان وويل: د اسلامي جمهوريت فوځي ځواکونه په دائمي توګه په زمکه، هوا او سمندر کښې د ماموريت به حال کښې دي او که دښمن ډېره لږه شان غلطي هم وکړي نو پرېکنده مقابله يې وکړي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل سيد عبدالرحيم موسوي نن د ايران په شيراز ښار کښې د زمکني ځواک د چټکه ردعمل او  هوائي عملياتو د  يونټونو د ټاکټيکي مشقونو د ليدنې په موقع وويل: په دغو مشقونو کښې استعمال شوې ټولې وسلې او جنګي سازوسامانونه ښودنه کوي چې د ايران فوځ په خپل کورني قوت باندې بروسه او تکيه لري.

جنرل موسوي واضحه کړه چې فوځ په خپل ټول توان سره د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د ايران له ملت څخه دفاع کوي.

 

ټیګونه