نن د مرغومي د مياشتې ۹ له ولايت سره د امت د ميثاق او بصيرت نېکمرغه ورځ
په ميلينونو ايرانيانو د شهيد سليماني او ملګرو د جنازې مراسمو کښې ګډون وکړ
د شهيد جنرل سليماني او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم په تهران کښې د ميلينونو ايرانيانو په ګډون سره ترسره شول.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي نن سحر شهيد جنرل قاسم سليماني او د عراق د الحشدالشعبي د ولسي رضاکار فورس د مرستيال شهيد جنرل ابومهدي المهندس او څلورو نورو ايراني شهيدانو د جنازې په د نمانځه په مراسمو کښې چې د امريکې رژيم په جنايکارانه اقدام کښې شهيدان شول له حمد وثنا وروسته د شهيدانو د شهادت د عظيمې قربانۍ او توفيق په وجه د مجاهدينو د لارې په قدرونې سره د هغوي د درجاتو د بلندۍ دعا وکړه.
د نمانځه له ادائېګۍ وروسته د شهيدانو د جنازې مراسم د ايران د ميلينونو خلقو، د حکومتي او فوځي چارواکو، د مقاومت د ډلو د مشرانو او د شهيدانو د سنګر د ملګرو په شتون سره ترسره شول.
په تهران کښې مېشته يو شمېر سفيرانو او استازيو هم په دغو مراسمو کښې شرکت وکړ.
په دغو مراسمو کښې شرکت کونکو مرده باد امريکه ، مرده باد اسرائيل، نه سازش نه تسليم بس له امريکې سره جنګ او که رهبر د جهاد حکم ورکړي آماده يوو په شان نعرو په وهلو سره د دغه ستر جنايت له عاملانو د سخت انتقام اخېستلو غوښتنه وکړه.د شهيد جنرل سليماني جنازه له ماسپښينه وروسته قم مقدس ښار ته يوړلې شوو، د اسلام د دغه ستر سردار خاورو ته د سپارلو مراسم ټاکل شوې ده سبا په کرمان کښې ترسره شي.