د امریکا له ترهه ګر اقدامه د ایران په سخت انتقام ټینګار
(last modified Mon, 06 Jan 2020 12:44:03 GMT )
Jan 06, 2020 17:14 Asia/Kabul
  • د امریکا له ترهه ګر اقدامه د ایران په سخت انتقام ټینګار

د ایران په خلاف د ا مریکا د ولسمشر له غلیمانه خبرو وروسته په تهران کې د امریکا د ګټو د ساتونکي به توګه د سوټزر لینډ سفیر د ایران خارجه وزارت ته وبلل او د تهران اعتراض هغه ته وړاندې کړی شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس غونډ د کوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د امریکا  له ترهه ګر اقدامه  په انتقام د ایران د ټینګار په غبرګون کې  په خپل ټویټر کې ګواښ کړی و چې که ایران د امریکا په ګټو یا هر امریکایي برید وکړي امریکا به د ایران دوه پنځوس ځایونه منجمله کلتوري ځایونه وولي.

د ایران دخارجه وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په دغه بلنه کې په تهران کې د سوټزر لینډ سفیر ته وویل:  د امریکا د ولسمشر  غلیمانه، ګواښونکې او نادوده خبرې  په هیڅ توګه د منلو وړ نه دي او د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده.  

 د ایران دخارجه وزرات سیاسي مرستیال وویل: د ایران د ولس او دولت په غوښتنه، اسلامي ایران  پر خپلو ټولو سیاسي او حقوقي اقداماتو سربیره  د شهید قاسم سلیماني  په وژله په غبرګون کې خپل مسلم حق محفوظ ګڼي او په هر ځای او وخت کې چې مناسبه وګڼي ځواب به یې ورکړي.

کوم کارونه چې ټرامپ په تېردو دریو کلونو کې کړې یوه ښکاره ځانګړنه لري. هغه دا چې دهغه خبرې او عمل  له ګستاخۍ او سپکاوي سره یو ځای پاتې شوی دی. ظاهرا ټرمپ ته فرق نه کوي چې د فرانسې ولسمشر ته یو احمق کس ووایي  او یا د سیمې د عربو هیوادونو شیخانو ته پۍ ورکوونکې غوا خطاب وکړي چې باید وې لوشي.

د داسې هیواد ولسمشر چې ځان د نړیوال مقام خاوند ګڼي، په حقیقت کې یو داسې کس دی چې اخلاقي او رواني انډول نه لري او په هر جنایت لاس پورې کوي او ورته مهمه نه ده چې په دغه کار سره د امریکا یا بل کوم هیواد ګټې په خطر کې پرېوزي.  امریکا په تېرو کلونو کې په هر هیواد کې چې ګام ایښی ناامني یې راوړې. افغانستان ، عراق لیبیا سوریه او نور ډېر هیوادونه د دغه حقیقت بیانوونکې دي.

 دغه شان عمل  قطعا ډېر تاوان لري او ټرامپ باید د خپلو خپل سرو اقدماتو د ځواب  په تمه وي. او د  تهران، روسیې ترکیې  او نورو ډېرو هیوادونو له خوا  ایران ته راغلې پیغامونه تماسونه او تګ راتګونه  د ایران او امریکا تر مینځ د شخړې په سختیدو د اندیښنې ښودنه کوي او دا چاره د امریکا د ترهه ګر اقدام له  پایلو سره معناداره رابطه لري.

په دغه شان حالاتو کې  له امریکا د انتقام اخستلو د پایلو په وړاندې د ایران د وېرولو لپاره د ټرامپ غورځې پورځې دوه مطلبه لرلی شي:

 یو دا چې امریکا پوهیږي چې ډېر لوی او نه بخښل کیدونکی جنایت یې ترسره کړی چې باید دروند تاوان یې لنډ کړي. پر دې اساس ټرمپ په  خپل خیال د متقابل اقدام د مخنیوي لاره د ایران ګواښل ګڼلې دي چې که داسې وي نو محاسباتي غلطي یې کړې ځکه چې ایران په هغه څه  چې ضروري یې ګڼي په مناسب ځای کې عمل کوي او قطعا د امریکا د هر خوځښت او په هره سویه د مناسب ځواب او دفاع توان لري.

 خو د ټرامپ د ګوښونو او دړکو دوهم فرض دا کیدی شي چې غواړي د ایران د احتمالي غبرګون د معلومولو لپاره  یو لمسوونکی اقدام وکړي.

  په هر حال ټرامپ دوه زره شلم کال په یو ترهه ګر اقدام سره پېل کړی چې  پای به یې د هغه په اراده نه وي. قاسم سلیماني د یو پوځي استراتژیسټ به توګه په ځلونو له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د امریکا د ادعاګانو دروغوالی ښکاره کړ او په لویدیځه آسیا کې د امریکا سیاست یې چې  په سیمه کې د امنیت او ټیکاو د راوستلو ادعا کوي وننګاوه.

د سردار سلیماني ترور د عراق ایران او سیمې د هغو ټولو ولسونو د ژوبلیدو سبب شو چې له  امریکا یې درد او زخم لیدلی دی. او د هغوی برمناکې جنازې  ټرامپ ته ښکاره پیغام ورکړ. له ټرمپه کرکه د ایران عراق  افغانستان یمن او نورو ډیرو ولسونو کې اوج ته رسیدلې  او دا کرکه په ګواښونو سره نه شي غلې کیدی.ټرمپ باید خپل تدریجي مرګ او یا سخت ګوزار ته په تمه اوسي. د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې اړه ولیکل:

 د مقاومت ونه هماغه راز په لوړیدو ده. سترواکي هم له جنوب لویدیځې آسیا سره خدای په امانۍ ته مجبوره ده. 

 

ټیګونه