وړومبنے اقدام؛ په عراق کښې امريکې ته د ايران يوه څپېړه
(last modified Wed, 08 Jan 2020 11:23:37 GMT )
Jan 08, 2020 15:53 Asia/Kabul
  • وړومبنے اقدام؛ په عراق کښې امريکې ته د ايران يوه څپېړه

د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د وړمې شپې په وروستيو وختونو کښې د جنورۍ په اتمه نېټه په عراق کښې د امريکې اډې په يو شمېر توغنديو اويشتې.

په عراق کښې د امريکې په فوځي اډو باندې توغنده اي حمله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سليماني او د  حشد الشعبي د مرستيال مشر ابومهدي المهندس او د نورو اتو تنو په شهيدولو کښې د امريکې د ترهه ګر حکومت د جنايت په ځواب کښې د ايران وړومبنے اقدام ؤ. په عراق کښې د امريکې په اډه باندې د ايران د چارشنبې د شپې په وروستيو وختونو کښې حمله د متقابل غبرګون شرائط لرل.

وړومبے دا چې دغه حمله د شپې په وروستي وخت کښې شل منټه د پاسه يوه بجه ترسره شوه، يعنې په هم هغه وخت چې د امريکې ترهه ګر حکومت جنرل قاسم سليماني شهيد کړ.

دويم دا چې ايران په امريکې باندې خپله دغه حمله په بل هېواد کښې ونه کړه بلکه په عراق کښې يې د امريکې په هم هغې اډې حمله وکړه چې ترې د شهيد سليماني او د هغه د ملګرو د وژلې اقدام شوے ؤ. د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف په دې لړ کښې په يو ټوئيټ کښې وليکل،چې «ايران د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ بند مطابق له ځانه په دفاع کښې يو لړ مناسب اقدامات وکړل او او هغه اډه چې ترې د ايران په ښاريزو او لوړ رتبه چارواکو  بزدلانه حمله شوې وه نښه وګرځوله.»  

دريم دا چې ايران دغه حمله نېغ په نېغه له خپلې خاورې څخه وکړه چې د امريکې د جنايت ځواب خپله ايران ورکړے وي. څلور دا چې ايران په واضحه توګه اعلان وکړ چې په عراق کښې يې د امريکې په اډې دغه حمله کړې ده. هم هغه ډول چې د امريکې ترهه ګر حکومت په سرکاري توګه او څرګنده د جنرل قاسم سليماني د وژلې ذمه واري په غاړه واخېسته، ايران هم په سرکاري توګه اعلان وکړ چې په عراق کښې يې د امريکې په اډې حمله وکړه.

د عراق په عين الاسد امريکائي اډې باندې د ايران حمله څو مهم ټ:ي هم لري.

وړومبنے ټکے دا دے چې د امريکې فوځي هېبت او رعب يې مات کړ، ځکه چې په  دې وروستيو لسيزو کښې هيڅ يو هېواد د امريکې په فوځي اډو باندې د حملې جرات نه لرۀ، خو ايران په رسمي او سرکاري توګه په عراق کښې د امريکې په ترټولو لوے فوځي اډې باندې توغنده اي حمله وکړه.

دويم ټکے دا چې د امريکې په فوځي اډې د ايران توغنده حمله په داسې حال کښې اوشوه چې د امريکې فوځيان په اوچته سطح د چمتووالي په حال کښې وو، خو هيڅ يو توغندے يې تباه نه کړې شو او نه يې د هغه مخه ونيوې شوه.

دريم ټکے دا چې د امريکې په فوځي اډې حمله د داسې يو هېواد لخوا اوشوه چې د امريکې تر سختو بنديزونو لاندې شتون لري. ايران په دغې حملې سره خبل فوځي قوت او د دې دريځ صحيح والے ثابت کړ چې د توغنده اي قوت په اړه خبرې اترې نه شي کېدې.

يو بل مهم ټکے د دې حملې په اړه د امريکايانو ردعمل دے. امريکايان له دغې حملې وروسته وارخطا شول او نفسياتي عملياتو ته يې مخه کړه. امريکايانو د ايران له توغنده اي حملې وروسته بې له  څه ځنډه وويل چې په دغې اډې کښې هيڅوک فوځي موجود نه ؤ، خوامريکائي اېن بي سي ټي  وي چېنل د دغه هېواد د چارواکو په نقل سره وويل چې د عراق په عين الاسد اډې باندې د حملې په وخت يونيم زر امريکائي ځواکونه موجود وو. امريکايانو په دوام کښې ادعا کړه چې په عين الاسد اډې باندې په حمله کښې درانه سر او مال تاوانونه رامنځته شول، او لږ تر لږه اتيا امريکائي فوځيان په دغه  حمله کښې ووژل شول. امريکايانو په بل ګام کښې ادعا وکړه چې په دغه حمله کښې يو شمېر عراقی فوځيان مړۀ او ژوبل شول، خو دعراق فوځ په يوې بيانيه کښې وويل چې په دغه حمله کښې هيڅ يو عراق کس ته څه زيان نه دے رسېدلے.

خو وروستے ټکے دا چې له دې امله چې  جنرل قاسم سليماني  يو نړيوال شخصيت ؤ دا هيله لرلې شوو چې مقاومت هم په راتلونکو ورځو کښې د امريکې جرم او جنايت ته ځواب ورکړي. خو د ايران ځواب هم وړومبنے ګام ؤ او په راتلونکو ورځو او مياشتو کښې نور ځوابونه هم ورکړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون سحر د قم د ګڼ شمېر خلقو په  غونډه کښې په خپلو بياناتو کښې وفرمايل چې « د انتقام بحث يو بل څيز دے. په اوس حال کښې بېګا ورته يو څپېړه ورکړې شوه، دغه فوځي کارونه کافي نه دي، پکار دي په سيمه کښې د امريکې موجودګي ختمه کړې شي.»

------

 

ټیګونه