برید جنرال حاتمي:
د سردار سلیماني وینې د پتمنو ولسونو هوډ پیاوړی کړی دی
د ایران دفاع وزیر وویل: د ډګرجنرال شهید قاسم سلیماني وینه د پتمنو ولسونو او د مقاومت د چورلیز د هوډ او ارادې د لاپیاوړتیا سبب شوې ده.
برید جنرال امیر حاتمي د وینزویلا له دفاع وزیر «ولادیمیر پادرینو لوپز» Vladimir Padrino López سره په ټیلیفوني خبرو کښې د نړۍ په هره سیمه کښې د امریکې شتون زیانمنونکی او له جنایتونو او د هغو سیمو د خلکو له قتل عام او د پانګو له لوټلو سره مل وباله.
هغه په عراق کښې د امریکې د ډیرې سترې او مهمې اډې په ویشتلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو اقدام د نړۍ د ټولو آزادي غواړو لپاره یو مثال او سرمشق وباله څو د امپریالزم د ظلم او ستم په وړاندې پياوړې او مضبوط شي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ویزویلا دفاع وزیر هم ډګر جنرال قاسم سلیماني د ستاینې وړ شخصیت وباله او زیاته کړه چې د امریکې ترهګر اقدام په نړۍ کښې میلیونونه کسان په سردار سلیماني بدل کړل.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې وینزویلا به له استکبار سره په مبارزه کښې د ایران ترڅنګ ولاړه وي، وویل: د سردار شهید سلیماني نوم به له ترهګرو سره په مبارزه کښې د هغو د اقداماتو په وجه په تاریخ کښې تل پاتې او ژوندی وي.
هغه د سردار سلیماني د وژلو په لړ کښې د امریکې اقدام وغنده او د ایران له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.