د سیمې د ثبات او امنیت پياوړتیا ایران ته ډیره مهمه ده
(last modified Fri, 10 Jan 2020 03:17:16 GMT )
Jan 10, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • د سیمې د ثبات او امنیت پياوړتیا ایران ته ډیره مهمه ده

ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د قطر له امیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سیمې د ثبات او امنیت پیاوړتیا د ایران لپاره ډیره د اهمیت وړ وبلله

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د قطر له امیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سیمې د ثبات او امنیت پیاوړتیا د ایران لپاره ډیره د اهمیت وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې د امنیت د ساتنې یوازنۍ لاره د ګاونډیانو ترمینځ د دوستۍ او ملګرتیا پياوړتیا او د پردیو د لاسوهنې مخنیوی دی.

ولسمشر حسن روحاني له شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثانی سره په ټیلیفوني خبرو کښې چې د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني د شهادت په لړ کښې وشوې، د سپاه د دغه قومندان ټرور د امریکې یو ستر جنایت وباله او د نړۍ د ټولو هیوادونو په تیره بیا د ایران د ګاونډیانو له خوا یې د دغه جنایت د غندنې غوښتنه وکړه.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د عراق د خلکو او حکوت د یو میلمه په توګه د سردار سلیماني شهیدول د عراق د حاکمیت سپکاوی او د ایران د ولس خلاف یو ستر جنایت و، وویل: له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ضرورت په هکله د عراقي پارلیمان مصوبه او د دغه هیواد د خلکو ترې پراخ ملاتړونه ډیر ارزښتناک دي.

ولسمشر روحاني هم داشان د امریکې د حکومت دغه ترهګر اقدام ته د ایران پوځي ځواب ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې که امریکا د ایران دې اقدام ته ځواب ورکړي نو له یو ډیر ستر او خطرناک ځواب سره به مخامخه شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان څرګنده کړه چې ایران به د تیر په څیر له ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې لپاره د قطر د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د قطر امیر هم په دې خبرې سره چې د خپل هیواد د بایکاټ کیدو په وړاندې د ایران د حکومت او ولس دریځ به هیر نه کړي، وویل: دوحه د ایران خلاف د هرډول شخړې د رامینځته کیدو مخالفه ده.

 

ټیګونه