د ایران او یوکراین د ولسمشرانو په ټیلیفوني خبرو کښې
کي یف د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کښې د تهران د قانونمنده کړچار قدرونه وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یوکراین له ولسمشر سره په خبرواترو کښې وویل: د الوتکې د نسکوریدو د پیښې د تحقیقاتو تر پاې پورې د دواړو هیوادونو د تخنیکي ماهرانو همکاري به په جدیت سره دوام ولري.
ولسمشر حسن روحاني پرون د یوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلینسکي سره په دویم ټیلیفوني تماس کښې د دغه هیواد د الوتکې د نسکوریدو د پیښې د تحقیقاتو د رسمي نتیجې اعلانیدو ته په اشارې سره وویل: دا پيښه د انساني تیروتنې له امله رامینځته شوې او کومو کسانو چې په کښې لاس لرلی، د ایران قضايي چارواکو ته به وسپارل شي.
د ایران ولسمشر د دغې پیښې له رامینځته کیدو د خواشینۍ په څرګندولو او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې تهران په دې مسئله کښې په ټولو حقوقي ژمنو پابند دی، وویل: په دې لړ کښې ملګرتیا، د ایران او یوکراین د خارجه وزیرانو له خوا هم دوام مومي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې ولودیمیر زلینسکي هم د ایران حکومت او ولس ته بیاوارې د دې پیښې د تسلیت په ویلو سره وویل: د یادې پیښې د علت په هکله د ایران ننی بیانیه د یوکراین لپاره ډیره مهمه وه او په دې خاصو حالاتو کښې د تهران قانومندانه کړچار او اغیزناکه همکاري د قدرونې وړ ده.