ایټمي موافقه د اروپا د خپلواکۍ نه لرلو په وجه نتیجې ته ونه رسیده
(last modified Mon, 20 Jan 2020 10:47:08 GMT )
Jan 20, 2020 15:17 Asia/Kabul
  • ایټمي موافقه د اروپا د خپلواکۍ نه لرلو په وجه نتیجې ته ونه رسیده

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: په برجام کښې د ایران لارې چارې او نوښتونه په دې وجه تراوسه نتیجې ته نه دي رسیدلې چې اروپایان له امریکې سره غږملتیا ته مجبوره دي او له ځانه هیڅ اراده او خپلواکي نه لري.

سید عباس موسوي نن په خبري غونډه کښې په دې خبرې سره چې که ایټمي موافقه د څواړخیزپالنې د لاسته راوړنې په توګه د اروپایانو لپاره مهمه وي نو باید عملي اقدامات ترسره کړي، ټینګار وکړ: اروپایان باید په برجام کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او فیصله وکړي چې آیا غواړي خپلواکه شي او که د امریکې د سیاستونو تابع.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دوام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د عراق ملي واکمني، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اسلامي ایران لپاره مهمه ده، وویل: ایران تل په عراق کښې د بهرنیو ځواکونو د دخالت نه کولو غوښتونکې پاتې شوی دی.

سید عباس موسوي هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو د پيښې له سیاسي کولو ډډه پکار ده، زیاته کړه: د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر نن یوکراین ته لاړه چې د مسافري الوتکې د نسکوریدو د پيښې د مسئلې په هکله د ایران د ولسمشر پيغام د هغه یوکرایني همرتبه ته ورسوي.

 

ټیګونه