افغانستان کښې د منظور پشتون په ملاتړ کښې لاریونونه وشول
زمونږخبریال وايي د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې د پاکستان د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیول کیدو په غبرګون کې پراخ لاریونونه تر سره شول.
وروسته له هغې چې تیره ورځ دپاکستان حکومت د پښتنو د ژغورني غورځنګ (PTM) مشر منظور پشتین په پیښور کې ونیو دپاکستان په دننه ،افغانستان او ټولو هغه هیوادونوکې چې پښتانه اوسیږي بیلابیل غبرګونونه راوپاریدل.
د افغانستان د جلال اباد او اسداباد ښارونو سلګونه ځوانانو،مدني فعالانو او ځایی اوسیدونکو دسوله ییزو لاریونونو په ترسره کولو سره د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې منظور پشتین زر تر زره خوشی کړي.
لاریون کوونکو وویل تر هغې چې منظور پشتین نه وي خوشی شوی دوی به خپلو اعتراضیه لاریونونو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې پر مدني ټولو او ځوانانو سربیره حکومتي مشرانو هم د منظور پشتین پر نیول کیدو غبرګونونه ښودلي دي افغان جمهور ریس محمد اشرف غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې د منظور پشتین نیول کیدو وځوراوه او دپاکستان له حکومت نه یی غوښتي دي چې دپښتنو له دغه غورځنګ سره ستونزه دخبرو اترو له لارې هواره کړي .
اشرف غني دغه راز ویلی چې د منظور نیول کیدل ترهګري ته لار هواروي خو پاکستان حکومت بیا د جمهور ریس غني دی خبرې په خورا سخت غبرګون کې هغه د پاکستان په کورنیو چاروکې څرګنده لاسوهنه بللی ده.