د ادلب په اړه د ترکيې او سوريې د اختلافاتو له هواري سره د مرستې لپاره د ايران چمتووالے
(last modified Fri, 07 Feb 2020 07:36:19 GMT )
Feb 07, 2020 12:06 Asia/Kabul
  • د ادلب په اړه د ترکيې او سوريې د اختلافاتو له هواري سره د مرستې لپاره د ايران چمتووالے

په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي بېګا وويل، ايران د آستانې د بهير د يو ضامن هېواد په توګه د ادلب صوبې د حالت په اړه د سوريې او ترکيې د اوسنيو اختلافاتو د هواري لپاره مرستې ته چمتو دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي د سوريې د ادلب صوبې په اړه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې د دغې صوبې حالات سخت وبلل او وې ويل، پکار دي کوشش اوشي چې بحران له کنټروله اونه ځي.

هغه د ادلب صوبه کښې له ترهه ګرو سره د مبارزې په دوام تاکيد وکړ او وې ويل، دغه اقدام پکار  دي د عامه خلقو د ژوند په زيات حفاظت سره ترسره شي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د آستانې د بهير سرمشريزه غونډه چې په نزدې راتلونکو وختونو کښې په تهران کښې جوړيږي د سوريې د حالاتو د بشپړه څېړنې لپاره يوه مناسبه موقع وبلله او زياته يې کړه،پکار دے اجازه  ورنه کړې شي چې ترهه ګر په  ادلب کښې خپل پوزيشن مضبوط کړي او دغه صوبه د ځان لپاره يو امنه پناه ځاے وګرځوي او زيات عامه خلق قتل عام کړي او د مخکښې په شان زياتره خلق يرغمال وګرځوي.

د سوريې د ادلب صوبې حالات چې په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو وروستۍ اډه ده په دې وروستيو ورځو کښې په دغه صوبه کښې د ترکيې د فوځيانو د غېر قانوني موجودګۍ په وجه زيات کړکېچن شوي دي.

په ملګرو ملتو کښې د روسيې دائمي استازي واسيلي نبنزيا هم په دغه غونډه کښې واضحه کړه چې د سوريې حکومت حق لري چې په ادلب صوبه کښې له ترهه ګرو سره مبارزه وکړي.

 

ټیګونه