علي لاريجاني:
ايران د يو آزاد، خپلواکه او ملي وحدت لرونکي لبنان غوښتونکے دے
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر بېګا د لبنان پائتخت بېروت له ننوتلو سره سم د خبريالانو په ټول کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د يو آزاد، خپلواکه او ملي وحدت لرونکي لبنان غوښتونکے دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر علي لاريجاني د لبنان ملت ته د حسان دياب په وزيراعظمۍ د دغه هېواد د نوي حکومت د جوړېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه، ايران تل له لبنان سره ډېرې دوستانه او ځانګړي تعلقات لرلي دي.
لاريجاني لبنان ته د خپل يو ورځني سفر مقصد د دغه هېواد د پارلېمان له مشر او نورو چارواکو سره د اېشيا د لويديځې سيمې د حالاتو ، د فلسطين د موضوع او د تهران – بيروت د تعلقاتو د پراختيا په اړه صلاح مشورې وبللې.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر بېګا د سوريې له پائتخت دمشق څخه د لبنان پائتخت بيروت ته لاړ.
د بيروت هوائي ډګر ته په رسېدو يې د پارلېمان استازي او د امل غورځنګ د مشر او د لبنان د پارلېمان د مشر نبيه بري په نمائندګۍ د دغه غورځنګ د سياسي شورا غړي هاني قبيسي، د لبنان د شيعه ؤ د اعلي ټولنې او د دغه هېواد د علمای مسلمين نومې ټولنې استازيو او په بيروت کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير تود هرکلے وکړ.
ټاکل شوې ده د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر نن د لبنان له ولسمشر مېشل عون، د پارلېمان له مشر نبيه بري، وزيراعظم حسان دياب ، د لبنان د حزب ا... له مشر سيد حسن نصرا... او د دغه هېواد له کلتوري او سياسي پوهانو او په بيروت کښې د فلسطيني ډلو له مشرانو سره ليدل کتل او خبرې اترې وکړي.
لاريجاني به نن همدارنګ په لبنان کښې د ايران په سفارت کښې يو خبرې کانفرنس هم ولري.
د خارجه وزارت د اېشيا د لويديځ او د افريقا د شمال عمومي مدير حميد رضا دهقاني او د اسلامي شورا د جرګې خاص مرستيال حسين امير عبداللهيان په دغه سفر کښې له ډاکټر لاريجاني سره ملګري دي.
علي لاريجاني پرون په دمشق کښې د سوريې له ولسمشر بشار اسد، د پارلېمان له مشر حموده صباغ او وزيراعظم عماد خميس سره کتنه او په ټولو برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د زياتېدو او له ترهه ګرۍ سره د دواړو هېوادونو د مبارزې په اړه صلاح مشورې کړې وې.