د ایران خلکو په انتخاباتو کښې پراخ ګډون کړی
Feb 24, 2020 04:30 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه دوه څلویښت(۴۲) اعشاریه اوه پنځوس(۵۷) فیصده اعلان کړه .
هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې د ایران د اسلامي شورا د یولسم(۱۱) پړاو په انتخاباتو کښې د څلورویشت (۲۴) میلیونه پینځه لکه دولس زره او د څلور سوه څلورو کسانو د ګډون خبر ورکړ .
د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل په دغو کسانو کښې اته څلویښت (۴۸) فیصده میرمنې او دوه پنځوس (۵۲)فیصده هم سړي شامل دي .