د کورونا وایرس د خوریدو په هکله د ایران او ترکیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې
(last modified Tue, 25 Feb 2020 01:16:03 GMT )
Feb 25, 2020 05:46 Asia/Kabul
  • د کورونا وایرس د خوریدو په هکله د ایران او ترکیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې

له چین څخه خوریدونکی کورونا نومې خطرناک وایرس په دې وروستیو کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته هم رارسیدلی او له امله یې ۱۲ کسان مړه شوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا په سیمه کښې د کورونا وایرس په خوریدو پورې د اړوندو بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظریف او مولود چاووش اوغلو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې له کورونا وایرس سره د مقابلې لارې چارې او د روغتیايي او مخه نیونکو اصولو په خیال ساتنې سره د ګډو راکړو ورکړو د ساتنې او پياوړتیا ضرورت وجاجوه.

د ویلو ده چې له چین څخه خوریدونکی کورونا نومې خطرناک وایرس په دې وروستیو کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته هم رارسیدلی او له امله یې ۱۲ کسان مړه شوې دي.

 

ټیګونه