د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي سفیر سره کتنه وکړه
Feb 25, 2020 15:38 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د پاکستان د نوي سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسوني ادارې په حواله، د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د پاکستان د نوي سفیر رحیم حیات قریشی سره په لیدنه کې وویل: تهران تل اسلام آباد سره د اړیکو له پراختیا څخه هرکلی کړی دی.
په تهران کې د پاکستان نوي سفیر هم د ایران خارجه وزیر ته د خپل باورلیک د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: د دواړو هیوادنو تر مینځ به د همکاریو د لا زیاتې پراختیا لپاره هڅه وکړي.