درست ملتونه دې له کروناویروس سره د مقابلې لپاره سره ملتیا وکړي
(last modified Sat, 29 Feb 2020 11:13:41 GMT )
Feb 29, 2020 15:43 Asia/Kabul
  • درست ملتونه دې له کروناویروس سره د مقابلې لپاره سره ملتیا وکړي

دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې په جنورۍ میاشت کې ایران ته دخپل بریالي سفر باندې په خوښۍ ښودلو سره ووئيل ، هیله مند یم په نزدې راتلونکي کې په دوحې کې د دواړو هیوادونو دمشرانو دخبرواترو د دوام کتونکي شو.

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې  کرونا ویروس نن سبا  په یوه نړیوال مشکل بدل شوی ، وئيلي دي ،دنړۍ درست ملتونه او حکومتونه دې  دیوه بل تر څنګ ودریږي  او له یوه بل سره په ملګرتیا سره دې  له دغې بلا سره مقابله وکړي .

ډاکټر حسن روحاني  نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټيلیفوني تماس کې  له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د اړتیا وړ  او روغتیائی ضرورتونو په تامینولو کې د دواړو  هیوادونو دملګرتیا په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي ،ایران د تجارتی مبادلاتو،دشیانو دصادراتو   او دمسافرانو په تګ راتګ په باب د خاصو روغتیائي پروټوکولونو د اجرا په حال کې دی .

د اسلامی ایران ولسمشر همدارازد تهران –دوحې د  هراړخیزو ملګرتیاؤ  پراختیا ته په اشارې سره هیله ښودلې،مسئولان د ایران -قطر دملګرتیا په ګډ کمیشن کې چې  په راتلونکي میاشت کې جوړیږي،د دوو اړخیزو مناسباتو دپراختیا زمینه برابره کړي .

دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني  هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې  په جنورۍ میاشت کې  ایران ته دخپل بریالي سفر باندې په خوښۍ ښودلو سره  ووئيل ، هیله  مند یم  په نزدې راتلونکي کې په دوحې کې د دواړو هیوادونو دمشرانو دخبرواترو د دوام کتونکي شو.  هغه همداراز د ایران د درست ولس  دسلامتۍ په هیلې او له کرونا ویروس سره په مقابلې کې د ایران  له ملت او حکومت سره د قطر دملت او حکومت پیوستون په اعلانولو سره  ډاډ څرګند کړ چې  ایران خپلو توانمنیو  او د سلامتیا د دبرخې د ډاکټرانو او مدیرانو تخصص ته په پام سره  له دغو شرائطوڅخه د تیریدا  او کنټرولو وړتیا لري .

 

ټیګونه