د ایران او روسیې ولسمشرانو د سوریې د مسئلې په هواري ټینګار وکړ
د اسلامي ایران او روسیې ولسمشرانو د سوریې د مسئلې د هواري او په لویدیځې آسیا کښې د ترهګرې د جرړې ایستلو لپاره د آستانه د بهیر په پياوړتیا باندې ټینګار کړی دی.
ولسمشر حسن روحاني پرون له ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سوریې په ادلب کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د ادلب حالات اندیښمنونکې دي او پکار دي چې د آستانه بهیر موافقې زرترزره عملیاتي شي.
د ایران ولسمشر وویل چې د سوریې ستونزه یوازې سیاسي حل لاره لري.
ولسمشر روحاني هم داشان د ایټمي موافقې په لړ کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره هم د برجام په لړ کښې د ماسکو د دریځونو په قدرونې سره وویل: ترڅو چې ایران د دغې موافقې له ګټو برخمن وي تر هغې به تهران پر خپلو ژمنو پابند وي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د روسیې ولسمشر هم د سوریې د موضوع د هواري لپاه د آستانه بهیر په چوکاټ کښې ترسره شوې موافقې ډیرې اغیزناکې وبللې او ویې ویل: د شخړې د کمې د سیمو رامینځته کول دې له ترهګرۍ سره د مبارزې نه کولو په معنا ونه ګڼل شي.