ظريف له کورونا سره په مقابله کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د مرستو قدرونه وکړه
(last modified Tue, 03 Mar 2020 00:46:53 GMT )
Mar 03, 2020 05:16 Asia/Kabul
  • ظريف له کورونا سره په مقابله کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د مرستو قدرونه وکړه

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګاپه يو ټوئيټ کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې او دوستو هېوادونو قدرونه وکړه چې د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ باوجود يې له کورونا سره په مقابله کښې له ايران سره مرستې وکړې.

د ايرنا د رپوټ له مخې د روغتيا د نړيوالې ادارې د مرستو لرونکې الوتکه پرون د امام خميني(رح) نومې هوائي ډګر ته راورسېده.

برطانيې، فرانسې او جرمني هم پرون د يوې بيانيې په جاري کولو سره په ايران کښې د کورونا وائرسو له قربانيانو سره د پيوستون په اعلانولو سره د  دغو وائرسو له چټکې خپرېدو سره د مقابلې لپاره له ايران سره د روغتيائي او مالي مرستو د رالېږلو خبر ورکړ.

په برطانيې کښې د ايران سفير حميد بعيدي نژاد پرون وويل چې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د برطانيې،فرانسې او جرمني د مرستو وړومبنۍ پېره تهران ته لېږل کيږي.

د روغتيا د وزارت د رپوټ له مخې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د مړيو شمېر شپږ شپېتو ته اورسېد. او تر اوسه تقريباً يو زر پينځه سوه تنه په قطعي توګه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

کورونا نومې خطرناک وایرس د تیر ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کښې د چین په ووهان ښار کښې راڅرګند شول او تراوسه د دغه هیواد په دیرشو صوبوسربیره د نړۍ اویا هیوادونو ته رسیدلي دي.

تر اوسه په نړۍ کښې نهه اتيا زره تنه په دغو وائرسو اخته شوي دي چې له دغو څخه له پينځو څلوېښتو نه زيات کسانو شفاء پېدا کړے او له درې زرو نه زيات کسان يې له امله مړۀ شوي دي.

په ايران کښې هم تر اوسه  دوه سوه يونوي کسانو له دغې بيمارۍ شفاء پېدا کړې ده.

 

ټیګونه