په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته له درې نيم زرو زيات بيمارانو شفاء بيا مونده
(last modified Fri, 13 Mar 2020 11:50:17 GMT )
Mar 13, 2020 16:20 Asia/Kabul
  • په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته له درې نيم زرو زيات بيمارانو شفاء بيا مونده

د ايران د روغتيا وزارت وويل ، تر اوسه درې زره پينځه سوه نهويشت هغو کسانو چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو شفاء بياموندې ده او له روغتونونو رخصت شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور  نن د خبريالانو په ټول کښې په ايران کښې له يولسو زرو زياتو کسانو په کورونا وائرسو اخته  کېدو ته  په اشارې سره  وويل، له بده مرغه تر اوسه پينځه سوه څوارلس تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه