ایران له کورونا سره د مقابلې لپاره د مرستو قدرونه وکړه
د ایران د خارجه وزارت ویاند له کورونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ازبکستان، اماراتو او یونیسف قدرونه وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند له کورونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ازبکستان، اماراتو او یونیسف قدرونه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي بیګا په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې په ایران کښې د کورونا وایرس له خپریدو سره د مقابلې لپاره له ازبکستان، متحده عرب اماراتو او د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق(یونیسف) له خوا د څو ټنو طبي تجهیزاتو رالیږل کیدو ته په اشارې سره ولیکل: د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅ کله هغه هیوادونه چې په دې سختو حالاتو کښې یې په خپلو انساندوستانه اقداماتو سره د ایران ملګرتیا کړې، هیڅکله هیر نه کړي.
د ویلو ده چې پرون پرون له کورونا سره د مقابلې لپاره د یونیسف، ازبکستان او اماراتو له خوا د درملیزو او روغتیايي شیانو په شمول د مرستو درې جوپې ایران ته راولیږلې.