محمد جواد ظريف:
امريکه د يوې بشري غميزې له لارې د انتقام لټونې په حال کښې ده
د ايران د بهرنيو چارو وزير د کورونا وائرسو د خپرېدو له بشري غميزې څخه په استفادې سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو د ټيم په انتقام لټونې، نفرت خپرونې او انتخاباتي ګټې اوچتونې نيوکه وکړه.
محمد جواد ظريف بېګا په خپل يو ټوئيټ کښې په نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره وويل: دغه همه ګيره بيماري چې په ټوله نړۍ خپره شوې ده او د بشري برخليک يې په خطر کښې اچولے دے ملګرتيا، يووالي او دعا ته ضرورت لري.
هغه واضحه کړه څنګه چې د امريکې اوسنے ولسمشر او د هغه د ملګرو ټيم د انتقام لټونې، نفر خپرېدونې او انتخاباتي ګټه اوچتونې لپاره له يوې بشري غميزې څخه په ډېره ناغوره توګه استفاده کوي په تاريخ مثال نه لري.
د ايران وزير پرون همدارنګ «له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې يوه مقاله کښې چې د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې خپره شوه په دې باندې په تاکيد سره چې د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے وويل، اوس د دې وخت رارسېدلے دے چې نړيواله ټوله خپل حقيقي کردار ادا کړي او د امريکې بې شرمانه او غېرقانوني بنديزونه ختم کړي.