اسحاق جهانګيري:
ځينې هېوادونه ايران ته له کورونا سره د مقابلې د سامانونو د لېږد خنډ شول
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر وړومبي مرستيال وويل: ځينو هېوادونو ايران ته له کورونا وائرسو سره د مقابلې د سامانونو له لېږد څخه مخنيوے کړے دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې اسحاق جهانګيري نن د تهران په جنوب کښې د ماسکونو د توليد له کارخانې څخه له کتنې وروسته وويل: هغه وخت چې د ايران اسلامي جمهوريت له مختلفو سيمو څخه د آرډر ورکړې شويو سامونونو وصولولو ته چمتو ؤ ځينې هېوادونه د بنديزونو په بهانه ايران ته د سامانونو د لېږد خنډ شوي دي.
جهانګيري همدارنګ په صنعتي، توليدي او خدماتي برخو کښې د ايران توانمنۍ او ظرفيت ته په اشارې سره وويل: پکار دے په نورو هېوادونو له ملاتړلو نه بغېر په ټولو برخو کښې د ايران ضرورتونه پوره شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر وړومبي مرستيال تاکيد وکړ، نن په ايران کښې له کورونائي بيمارانو سره متعلق ټول ضرورتونه برابرولې او توليدولې شي او په راتلونکو نزدي وختونو کښې به د طبي او روغتيائي څيزونو د توليد په زمينه کښې هيڅ کمښت ونه لروو.