جواد ظريف د قزاقستان، آذربائيجان او آرمېنيا له خارجه وزيرانو سره ټيلفوني خبري اترې وکړې
Apr 09, 2020 04:38 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت او قزاقستان خارجه وزيران پرون د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف او مختار تيلوبردي په دغو خبرو اترو کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې په اړه د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
د ايران خارجه وزير همدارنګ پرون د آذربائيجان جمهوريت له خارجه وزيء المار ممدياروف او د آرمېنيا له خارجه وزير زهراب مناتسکانيان سره په بيله بيلو خبرو اترو کښې له کورونا وائرسو سره د مبارزې په زمينه کښې د خپلو تجربو د منتقلولو لپاره د تهران په چمتووالي تاکيد وکړ.