د ایران پوځ د ملي قدرت یو عنصر او نښه ده
د ایران د اسلامي شورا مشر د پوځ د ورځې په مبارکۍ ویلو سره ټينګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د ایران د ملي قدرت له مظاهرو او عناصرو څخه دی چې د ولس او راتلونکو د سترګو په وړاندې یوه د ستاینې وړ او په یاد پاتې کیدونکې کارنامه لري.
علي لاریجاني پرون په یو پیغام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په درنښت سره زیاته کړه: د ایران پوځ په اسلامي انقلاب او یو تمدن جوړونکي ولس پورې اړوند دی چې تل د خلکو او د هغوي د آیډیل انقلاب د اهدافو په خدمت کښې دی.
ښاغلي لاریجاني په ګڼو جنګي سنګرونو او مختلفو دفاعي ډګرونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ځلانده بریاوې د ایران د ولس ویاړونه او سترتوب او په ځمکنیو، سمندري او هوايي سرحدونو کښې د امنیت او اقتدار ثبات بخښونکې وبللې.
د ایران د اسلامي شورا مشر څرګنده کړه: د ایران پوځي ځواکونو په خپل عزت، پایدارې، میړانې او کلکې ارادې سره تل د دښمنانو او د ولس د بدغواړو دسیسې شنډې کړې دي.