د ایران اسلامي شورا د تهران او بیجنګ له سټراټجکو اړیکو ملاتړ وکړ
Apr 19, 2020 07:52 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر د تهران او بیجنګ د دوستانه او سټراټجکو اړیکو په ټینګتیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
علي لاریجاني پرون د چین د پارلیمان د مشر د پیغام په ځواب کښې له کورونا وایرس سره په مقابله کښې له ایران سره د چین د انساندوستانه مرستو په قدرونې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت او چین د بډایه کلتور او تمدني مخینې په لرلو سره په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو کښې ډیر مهم رول لوبوي.
د ویلو ده چې د چین د پارلیمان مشر لي جان شُو په کرونا ناروغۍ د ایران د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني له اخته کیدو وروسته په یو پيغام کښې د هغه لپاره د سلامتیا د آرزو په ترڅ کښې، د ایران له ولس سره د کرونا وایرس د خوریدو په دې بهیر کښې خواخوږي څرګنده کړې وه.