په ايران کښې له اوۀ پنځوس زرو زيات کورونائي بيماران روغ شوي دي
(last modified Sun, 19 Apr 2020 13:14:07 GMT )
Apr 19, 2020 17:44 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له اوۀ پنځوس زرو زيات کورونائي بيماران روغ شوي دي

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، تر اوسه اوه پنځوس زره درويشت هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي روابطو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستي شمېر په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د يو زر درې سوه درې څلوېشت نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، قطعي تشخيصي معيارونو له مخې  تر اوسه دوه اتيا زره، دوه سوه يولس تنه په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د اوه اتيا تنو مړينې ته په اشارې سره زياته کړه، په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو ټول شمېر پينځه زره يو سل اتلسو ته رسېدلے د ے.

 

ټیګونه